د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۰

د افغانستان او تاجکستان تر منځ پر ګډو همکاریو ټینګار


د تاجکستان ولسمشر او د افغان حکومت اجرائیه رئیس د افغانستان او تاجکستان تر منځ د ترورېزم او مخدره موادو پر وړاړندې د مبارزې، ټرانزیټ، ټرانسپورت او سوداګرۍ به برخه کې د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.

امام علی رحمان د چهارشنبې په ورځ په دوشنبې کې له عبدالله عبدالله سره په کتنه کې دغه موضوعات شریک کړل.

د تاجکستان ولسمشر او د افغان حکومت اجرائیه رئیس
د تاجکستان ولسمشر او د افغان حکومت اجرائیه رئیس

اجراییه رئیس او ملګری پلاوی یې تاجکستان کې (اوبه د دومداره پرمختګ لپاره) په کنفرانس کې د ګډون لپاره دوشنبې ته تللی و.

عبدالله عبدالله د دغه کنفرانس په څنډه کې د ترکمنستان له ولسمشر او د پاکستان له ولسمشر ممنون حسین سره هم د سولې، د ترورېزم په وړاندې د مبارزې او سوداګرۍ په اړه خبرې کړې دي.

د یادونې ده چې دوشنبې ته د افغان پلاوي د سفر پر مهال له تاجکستان سره د مخابراتو او کانونو په برخه کې د همکارۍ دوه تړونونه هم لاسلیک شول.

دغه شان د افغان حکومت اجرائیه رئیس او د تاجکستان د صدراعظم تر منځ د همکاریو ګډه اعلامیه هم لاسلیک شوه.

عبدالله عبدالله د ابو د ستونزو د هواري په برخه کې د تاجکستان حکومت هڅې وستایلې او ویې ویل چې افغانستان هم دې مسئلې ته متوجې دی او په یاده برخه کې هر ډول همکارۍ او ګډو هڅو ته چمتو دی.

عبدالله عبدالله به نن ماښام تاجکستان کې خپل سفر پای ته ورسوي.

XS
SM
MD
LG