د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۰

ولسي جرګه: د سولې پروسې د لاپياوړتیا لپاره پر یوې طرحې کار پیل شوی


په داسې حال کې چې د سولې د روانې پروسې د بریا لپاره په دې وروستیو کې هڅې ډېرې شوي د افغانستان ولسي جرګې هم د دغه بهیر د پیاوړتیا لپاره پر یوې تازه طرحې کار پیل کړ.

د دغې جرګې اداري هیئت وايي چې د چهارشنبې ورځې «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۳۰» په عمومي غونډه کې د جرګې دوو کمېسیونونو ته دنده وسپارل شوه چې په افغانستان کې د سولې څخه د ملاتړ لپاره طرحې چمتو او له تصویب وروسته‌يې حکومت ته وسپاري.

د ولسي جرګې نایب منشي عرفان‌الله عرفان د جرګې له عمومي غونډې وروسته ازادي راډيو ته وویل چې دا طرحه به د سولې په برخه کې اغېزمنه تمامه شي.

عرفان الله عرفان
عرفان الله عرفان

نوموړي زیاته کړه:

"ټول افغانان د سولې تږي دي او د خلکو استازي هم هڅه کوي چې له ځينو لارو کار واخلي او داسې څه ولټوي چې د افغانستان د سولې سره مرسته کولای شي، نن د دفاعي او امنیتي چارو کمېسیونونو ته همدا دنده وسپارل شوه چې پر دغه طرحه کار وکړي، له نورو کمېسیونونو سره‌یې شریکه کړي او دا په حقیقت کې د ملت غږ دی چې باید ورته درناوی وشي."

د ولسي جرګې د چهارشنبې ورځې د عمومي غونډې بحث تر ډېره د سولې لپاره د حکومت پر وروستیو اقداماتو راڅرخېده.

د جرګې ځينو غړو د سولې لپاره د ولسمشر محمد اشرف غني هڅې د پام وړ وبللې او له طالبانو یې وغوښتل چې د جګړې پر ځای د خبرو اترو لار غوره کړي.

د تېر کوچني اختر په شپو ورځو کې د حکومت او طالبانو ترمنځ د دوه اړخیزه اوربند له ټینګښت راهیسې د طالبانو سره د خبرو اترو د پیلېدو او په هېواد کې د امنیت ټینګښت ته هیلې ډېرې شوې دي.

اوربند، اختر له طالبانو سره د محمد اشرف غني د زېږېدو ځای ته څېرمه
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:20 0:00

که څه هم حکومت تل په سترو ملي مسایلو کې د ملي شورا د غړو، سیاسي او جهادي مشرانو سره د مشورو ویلي دي، خو د دغې جرګې غړي انتقاد کوي چې د طالبانو سره د سولې او خبرو اترو په اړه ورسره لازمه مشوره نه‌ده شوې.

له دې سره د سولې د عالي شورا ویاند احسان طاهري وايي، دوی د ولسي جرګې له‌خوا د جوړېدونکې طرحې هرکلی کوي او هغه به د حکومت سره په همغږۍ تطبیق کړي.

سید احسان طاهري
سید احسان طاهري

نوموړي زیاته کړه:

"د افغانستان د سولې عالي شورا د ولسي جرګې له دغه ګامه هرکلی کوي او د هېواد پر هر وګړي غږ کوي چې دوی که د افغانانو په مشرۍ او ملکیت د سولې لپاره هره طرحه لري دوی ورته لبیک وايي، د ولسي جرګې طرحه هم له تصویب وروسته یوځای عملي کوو."

ولسمشر محمد اشرف غني د سې شنبې په ورځ د سولې لپاره د ولسي کاروان له غړو سره په لیدنه کې وویل، که طالبان اوربند وکړي دی حاضر دی چې د حکومت له‌خوا اعلان شوی اوربند تر یوه کاله وغځوي.

ښاغلي غني ټينګار وکړ چې د سولې د ټينګښت لپاره هرې قربانۍ ته چمتو دی او هر چېرته چې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله غواړي دی به ورسره خبرې وکړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG