د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۷

تېرکال ۷۲۸۴۷۰ کسانو په اروپايي اتحادیه کې د پناه غوښتنه کړې وه


په اروپايي اتحادیه کې د پناه غوښتونکو ادارې د ۲۰۱۷ میلادي کال په اړه رپوټ پرون د دوشنبې په ورځ خپور کړ.

په رپوټ کې په عمومي ډول، ویل شوي چې تېر کال ۷۲۸۴۷۰ کسانو په اروپايي اتحادیه کې د پناه غوښتنه کړې وه.

دا شمېر د وړم کال په پرتله، په پناه غوښتونکو کې ۴۴ فیصده کموالی څرګندوي.

د رپوټ په حواله، په ۲۰۱۶ میلادي کال کې یواعشاریه درې میلیونه وګړو په اروپايي اتحادیه کې د پناه غوښتنه کړې و. خو د روان کال د جنورۍ له میاشتې تر اپرېله، هره میاشت تقریباً، ۵۰ زره عریضي ثبت شوي دي.

د اروپايي اتحادیې د پناه غوښتونکو اداره وايي چې تېرکال ۱۵ فیصده پناه غوښتونکي د سوریې، اووه فیصده د عراق او اووه فیصده د افغانستان وو.

دا درې هېوادونه تېرکال هم په اروپايي اتحادیه کې د پناه غوښتونکو له اړخه د لېست په سر کې وو او سږکال هم تر ټولو هېوادونو د افغانستان، سوریې او عراق ډېر پناه غوښتونکي د اروپايي اتحادیې هېوادونو ته تللي اوهلته ثبت شوي دي.

په اروپايي اتحادیه کې د پناه غوښتونکو د ادارې په کلني رپوټ کې په ځانګړي ډول د افغانستان په اړه لیکل شوي چې یو ستر تغییر دا و چې ملګرو ملتونو دا هېواد له بحرانه د وتلو هېوادونو له وایست او په هغو هېوادونو کې یې شامل کړ چې د بحران په حال کې دي.

په رپوټ کې دې ته هم اشاره شوې چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي، د ۲۰۱۷میلادي کال په ډېسمبر میاشت کې وویل چې په افغانستان کې سیاسي، انتخاباتي، اقتصادي او امنیتي ستونزې روانې دي، په هغه هېواد کې د حکومت او وسله‎والو طالبانو تر منځ وسله‎وال کړکېچ تقریباً ټولو سیمو ته پراخ شوی دی.

د رپوټ په حواله، د ۲۰۱۷ میلادي کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې د ۲۰۱۸ میلادي کال د جنورۍ تر څلورمې نېټې، ۵۱۲۸۳ افغانانو د جګړې له امله خپله کورونه پرې اېښي او تښتېدلي دي.

په تقریباً همدې موده کې شپږلک او لس زره افغانان له ایران او پاکستانه خپل هېواد ته ستانه شوي چې قانوني کډوال او هغه افغانان په‎کې شامل دي چې په غیر قانوني ډول، د مهاجرت له اسنادو پرته په ایران او پاکستان کې استوګن شوي وو.

په رپوټ کې راغلي چې په افغانستان کې د ستونزو له امله ګڼ شمېر کسان د یوه کال په ترڅ کې له خپلو سیمو نورو ځایونو ته بې ځایه شوي او په داسې وضعیت کې دي چې باید بېړنۍ مرستې ورسره وشي.

په اروپايي اتحادیه کې د پناه غوښتونکود ادارې په کلني رپوټ کې راغلی چې په اروپايي اتحادیه کې د مهاجرت د قوانینو د اصلاح او همدا راز په اروپايي هېوادونو کې د پناه غوښتونکو د عریضو په څېړنه کې د دقت د زیاتېدو له امله په ۲۰۱۷ میلادي کال کې ډېرو کسانو ته په بېړني ډول د پناه ورکولو پرځای، ویل شوي چې منتظر پاتې شي یا محکمې ته بیا عرض وکړي.

له دې امله، په ۲۰۱۷ میلادي کال کې ۵۰ فیصده هغو کسانو ته چې د پناه غوښتنې عرض یې کړی، مثبت ځواب ورکړ شوی په داسې حال کې چې تر هغه یو کال وړاندې دا فیصدي ډېره لوړه وه.

XS
SM
MD
LG