د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۳۱ وږی ۱۳۹۷ کابل ۰۴:۲۶

افغان لوبغاړي وايي له هند سره سبانۍ ټېسټ لوبې ته پوره چمتووالی لري


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به سبا پنجشنبه د هند په وړاندې خپله لومړنۍ ټېسټ لوبه پیل کړي.

لوبه د هند په کوربه‌توب په بنګلور ښار کې کېږي.

د بنګلور چیناسوامي سټډیوم به د افغانستان د لومړنۍ ټېسټ لوبې شاهد وي.

افغان ټیم د دې لوبې لپاره له شااوخوا یوې نیمې میاشتې راهیسې د هند په نووېدا، دهرادون او بنګلور کې تمریني کمپونه کړي دي.

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم غړي جاوید احمدي د کرکټ بورډ پر فېس‌بوک په خپره شوې مرکه کې ویلي چې د ټیم ټول غړي د دې لوبې لپاره پوره چمتو دي.

ده زیاته کړې:

"هر اړخیز تیاری موږ کوو، که هغه بېټېنګ دی، بالنګ دی یا سپېن بالنګ دی، د همدغه یوې لوبې لپاره هر یوه لوبغاړي زیاته خواري کړې چې دې ځای ته رارسېدلي دي، زه دعا کوم چې زما په شمول ټول لوبغاړي په دغې تاریخي لوبه کې ښه نتیجه ورکړي ځکه دا د افغانستان لومړۍ ټېسټ لوبه ده او بیا د نړۍ له لومړي نمبر ټېسټ ټيم سره."

افغانستان د همدې جون میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې د بنګله‌دېش په وړاندې د درې ۲۰ اوریزو لوبو سیریز درې پر صفر وګاټه.

ویل کېږي چې د بنګله‌دېش په وړاندې بریا د افغان ټیم لپاره نوره هم د هند په وړاندې د لوبې مورال زیات کړ.

د افغانستان د کرکټ په ملي ټیم کې د نړۍ د سر کتار د بالرانو راشد خان، مجیب رحمان او محمد نبي موجودیت هغه څه دی چې د ډېرو سترګې یې دې ټیم ته اړولې دي.

حتی د سبا ورځې د مخالف ټیم هند لوبغاړي هم د افغانستان د ټیم ستاینه کوي.

د هند د کرکټ د ملي ټیم وېکټ ساتونکی بېټسمن دینیش کارتیک وايي په افغان ټیم کې ډېر وتلي لوبغاړي لوبې کوي او ورځ تر بلې یې د لوبو وړتیا زیاتېږي.

افغان کرکټ لوبډله
افغان کرکټ لوبډله

دی زیاتوي:

"که تاسو وګورئ هغوی وار له مخه د څو کلونو په مخه لوبېدلي او تکړه لوبغاړي لري، زه هیله لرم چې هغوی ډېر ټېسټ لوبې وکړي لکه څنګه چې یې په ۲۰ اوریزو لوبو کې ثابته کړې هغوی نه‌یوازې لوبه کوي، بلکې د دې وړتیا لري چې ټورنمنټ هم وګټي، دا ټیم باید وستایل شي ځکه له کمو امکاناتو سره غواړي ټیمونه مات کړي او په نړیوال کرکټ کې ښې لاسته راوړنې ولري، دا ماته د ویاړ ځای دی چې د هغوی په وړاندې لوبېږم."

دنیش کارتیک بیا د خپل ټيم د ورو یا سپېن بالرانو ستاینه هم کړې ده او ویلي یې دي چې له پوره تجربې برخه‌مند دي او د ده په خبره افغان لوبغاړي به هم د دوی وړتیا تایید کړي.

د هند او افغانستان د کرکټ دا ټېسټ لوبه د جون له ۱۴مې یعنې د پنجشنبې له سهاره پیلېږي او د جون په ۱۷مه یعنې پنځه ورځې وروسته ختمېږي.

افغانستان او ایرلند تېر کال په جون میاشت کې د ټېسټ لوبو جواز وروسته له هغه ترلاسه کړ چې د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب‌یې خپل کړ.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG