د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۲

انتخاباتو کمېسیون: تمه ده د نوم‎لېکنې بهیر کې به ۷ میلیونه کسان ګډون وکړي


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تمه لري چې د رأی ورکوونکو د نوم‎لېکنې په بهیر کې به اووه میلیونه کسان ګډون وکړي.

په‎داسې حال کې چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په خبره د افغانستان نیمايي وګړي د رأی ورکونې په شرایطو برابر دي، خو د دغه کمېسیون مسؤلین توقع لري چې اووه میلیونه وګړي د رأی ورکوونکو د نوم‎لېکنې په بهیر کې ګډون وکړي.

له دې وړاندې دغه کمېسیون ویلي و چې په ټاکنو کې د ۹ میلیونو تنو د ګډون لپاره امادګي لري.

د دغه کمېسیون يوه کمېشنر سید حفیظ‎الله هاشمي د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې تر دې مهال ۵.۵ میلیونو وګړو نوم‎لیکنه کړې او د نوم‎لېکنې بهیرد جوزا له ۲۲مې نېټې نه ۲۵ ته غځول شوی دی.

سید حفیظ‎الله هاشمي
سید حفیظ‎الله هاشمي

ښاغلی هاشمي زیاتوي:

"د افغانستان نیمايي وګړي د رأی ورکونې په شرایطو برابر دي، خو شته‎وو ستونزو ته په کتو ټول خلک په ټاکنو کې ګډون نه‎شي کولای، موږ تمه لرله چې تېرو ټاکنو ته په کتو له ۵ نه ۷ میلیونو پورې وګړي نوم‎لېکنه وکړي."

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې د رأی ورکوونکو د نوم‎لېکنې بهیربه په کلیو کې د جوزا له ۱۹مې نېټې نه د سرطان تر ۵ مې نېټې پورې روان وي.

د دغه کمېسیون مسؤلین وايي، د چهارشنبې په ورځ يې د دغه کمېسیون د دارلانشا څوکۍ ته د پخوانیو نوماندانو د حقونو په خوندیتوب د ۱۳ نویو نوماندانو نوم‎لړ ولسمشرۍ ماڼۍ ته لېږلی دی.

ښاغلی هاشمي هیله مندي ښيي، د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري دې د يادو نوماندانو له ډلې يو تن دې دوی ته ژر تر ژره وپېژندل شي.

ټاکل شوې چې د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو انتخابات د روان لمریزکال د میزان يا تلې د میاشتې په ۲۸مه نېټه ترسره شي.

په ورته وخت کې د انتخاباتو نه د څار يو شمېر بنسټونه په ټاکنو کې د ګډون لپاره د نوم‎لیکوونکو د شمېر په اړه اندېښنه لري.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ يا فيفا اجرائیوي مشر يوسف رشید د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې که اووه میلیونه نوم‎لېکنه وکړي، نو ښايي د انتخاباتو په ورځ څلور میلیونه يې ګډون وکړي چې دغه چاره به انتخاباتو ته لویه صدمه ورسوي.

يوسف رشید
يوسف رشید

دی وايي:

"د ۷ میلیونو کسانو نوم‎لېکنې ته چې کمېسیون یې تمه لري د انتخاباتو لپاره ښه رقم نه‎دی، ډاډه نه یم چې د ۷ میلیونو کسانو له ډلې دې ۴ میلیونه هم رأی ورکړي، ځکه ناامني، د نوماندانو په اړه د خلکو معلومات، د خلکو لېوالتیا او بې باورۍ کولای شي په دغه بهیر منفي اغېز وکړي."

ښاغلی رشید وايي، د نوم‎لېکونکو کسانو د شمېر په اړه د انتخاباتو کمېسیون له‎خوا وړاندې شوې شمېرې دقیقې نه‎دي او نوموړی له دغه کمېسیونه غواړي چې دغه بهیر دې د يوې مودې لپاره نورهم وغځوي.

راپور:محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG