د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۷

حزب اسلامي او جمعیت اسلامی: د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات باید ګوندي شي


د افغانستان یو شمېر سیاسي ګوندونه وايي، که د ولسي جرګې او لسوالیو شوراګانو راتلونکي انتخابات ګوندي نه‌شي افغانان به د یوه نا کاره پارلمان شاهدان وي.

د حزب اسلامي او جمعیت اسلامي ګوند استازي وايي، په ټول توان به پر حکومت فشار راوړي چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو راتلونکي انتخابات ګوندي شي.

د حزب اسلامي د رهبرۍ شورا غړي همایون جریر د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۵» ازادي راډیو ته وویل چې دوی له یوه کال راهیسې د انتخاباتي سیستم د بدلون لپاره هڅې کوي، خو حکومت او کمېسیون‌یې غوښتې بابېزه ګڼي.

جریر: موږ خپلې غوښتنې په کراتو مطرح کړي
جریر: موږ خپلې غوښتنې په کراتو مطرح کړي

نوموړي زیاته کړه:

"موږ خپلې غوښتنې په کراتو مطرح کړي، خو د خپلو قانوني او اصولي غوښتنو د نه‌منلو په اړه مو واضح ځواب نه‌دی ترلاسه کړی."

د ښاغلي جریر په خبره شااوخوا ۳۵ سیاسي ګوندونو د انتخاباتي سیستم د بدلون لپاره خپل غږ پورته کړی او په‌کار ده چې حکومت ورته مثبت ځواب ووايي.

دا په داسې حال کې ده چې شااوخوا یوه اوونۍ وړاندې هم سیاسي ګوندونو د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مخې ته په همدې تړاو اعتراضیه غونډه وکړه.

دوی ادعا کوله چې حکومت په انتخاباتو کې د سیاسي ګوندونو رول ته چندان اهمیت نه‌ورکوي چې دې مسئلې سیاسي ګوندونه جدي اندېښمن کړي دي.

د افغانستان اوسنی انتخاباتي نظام چې «SNTV» هم ورته ویل کېږي، غیر ګوندي نظام دی چې هر څوک کولای شي په انفرادي ډول ولسي جرګې، ولایتي او ولسوالیو شوراګانو ته ځانونه نوماند کړي.

که څه هم جمهوري ریاست او د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په دې اړه څه نه‌وايي، خو وړاندې د کمېسیون مسؤلینو ویلي چې اوس‌مهال عملاً د انتخاباتو پروسه پیل شوې ده او په سیستم کې هر ډول بدلون به په یادې پروسه کې د ګډوډۍ لامل شي.

د جمعیت اسلامي ګوند د رهبرۍ شورا غړي نورالرحمان اخلاقي بیا له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د سیاسي ګوندونو له غوښتنو سره سیاسي چلند کېږي.

اخلاقي: موږ د سیاسي ګوندونو کلي اجماع ته ضرورت لرو
اخلاقي: موږ د سیاسي ګوندونو کلي اجماع ته ضرورت لرو

ده زیاته کړه:

"موږ د سیاسي ګوندونو کلي اجماع ته ضرورت لرو او د دغې اجماع د رامنځته کېدو لپاره هڅې کوو، د راتلونکو انتخاباتو په اړه چې هره پرېکړه دغه اجماع وکړي هغه به عملي کېږي او ډاډه یو چې د انتخاباتو او افغانستان په ګټه به وي."

بل‌خوا د حراست او ثبات شورا ویاند مسعود ترشتوال وايي، که څه هم لا تر اوسه دوی د ګوندونو په دغې اجماع کې نه‌دي شامل شوي، خو د انتخاباتو د پروسې په اړه اندېښنې لري چې د لیرې کولو لپاره‌یې باید سیاسي ګوندونه، ملي شخصیتونه او ټول جریانونه یو بل ته لاس ورکړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG