د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۶

د انتخاباتي اصلاحاتو کمیسیون د مشرې پر سر اختلافات نه دی حل شوي


د ملي وحدت حکومت اجرايي ریاست وايي چې د انتخاباتي اصلاحاتو کمیسیون د مشرې پر سره لاهم د ولسمشر او اجريي رییس ترمنځ اختلافات پای ته نه دي رسیدلي.

که څه هم د انتخاباتي اصلاحاتو کميسیون له جوړېدو څخه څه باندې درې اوونۍ اوړي؛ خو د دې کمیسیون د مشرې پر سر د ولسمشر او اجرايیه رییس ترمنځ د اختلافاتو له امله تراوسه هم یاد کمیسیون رسمي کار نه دی پیل کړی.

ولسمشر محمد اشرف غني امریکا ته له سفر مخکې د انتخاباتي اصلاحاتو کمیسیون لپاره شکریه بارکزۍ مشره وټاکله؛ خو د ولسمشر دې له اقدام سره د حکومت اجرايي رییس عبدالله عبدالله مخالفت وکړ.

د حکومت د اجرايي ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل د یکشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل چې د انتخاباتي اصلاحاتو کمیسیون په نورو برخو کې اختلافات حل شوي؛ خو یوازې د دې کمیسیون د مشرتابه پر سر اختلافات پر ځای دي.

"ولسمشر او اجرايي رییس د انتخاباتي اصلاحاتو کميسیون په اړه سره بحثونه کړي؛ ټولې ستونزې حل شوې دي، په ټولو مواردو باندې تصمیم نیول شوی؛ یوازې د کمېسیون د مشر په اړه دواړه مشران بحث کوي او هیله لرو چې ډېر ژر د انتخابات اصلاحاتو کمېسیون په خپل کار پیل وکړي."

د ملي وحدت حکومت د سیاسي توافقنامې په اساس باید د افغانستان د انتخاباتي سیسټم د اصلاح لپاره یو کميسیون رامنځ ته شي.

دواړه مشرانو پریکړه وکړه چې د انتخاباتي نظام د اصلاح لپاره به یو پنځلس کسیز کمېسیون کار کوي چې یو تن به په کې د ملګرو ملتونو استازی هم وي.

یاد کمیسیون دنده لري، د انتخاباتو قوانین اصلاح کړي اوهمدارنګه راتلونکو انتخاباتو کې هغه ستونزې حل کړي چې په تېرو انتخاباتو کې افغانستان ورسره مخ و.

ولسمشر محمد اشرف غني یاد کمیسیون مشرۍ ته شکریه بارکزۍ وټاکله چې د اجرایيه ریاست له مخالفت سره مخ شوه.

د ملي وحدت حکومت اجرايیه ریاست استدلال کوي چې د سیاسي توافقنامې له مخې د انتخاباتي اصلاحاتو کمیسیون باید د اجرايي ریاست تر نظارت لاندې کار وکړي او مشر یې هم داسې کس وي چې د انتخاباتي اصلاحاتو ته پوره ژمن وي.

په ورته وخت کې د انتخاباتو لپاره د مدني ټولنو شبکه یا اکسین وايي؛ څومره چې د افغانستان د انتخاباتو نظام اصلاح مهم دی؛ هغومره یې مشري هم مهم دی.

د دې شبکې مشر جانداد سپین غر سپارښتنه کوي چې د انتخاباتي اصلاحاتو کمیسیون مشر باید مسلکي او بې طرفه کس وي:

"د انتخاباتي اصلاحاتو کمیسیون ډېر مهم کمیسیون دی؛ ریاست یې هم ډېر مهم دی، د دې اختلاف د حل لپاره ضروري دی؛ یو بې طرفه کس چې یوه ټیم پورې هم اړه ونه لري او لازمه مسلکي وړتیا ولري؛ باید د دې کمیسیون مشري وکړي؛ ځکه د کمیسیون له اجراتو د دواړه مشرانو ملاتړ هم مهم دی.

که اختلاف همداسې پرځای پاتې شي؛ کېدای شي، په پایلو باندې ناوړه اغیزه پرې باسي؛ نو مهمه ده چې دا مساله داسې حل شي چې دواړه مشران ورباندې توافق وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې د انتخاباتو کمیسیونونو اوهمدارنګه د مشرانو جرګې مشر د انتخاباتي اصلاحاتو کمیسیون جوړېدل له اساسي قانون سره په ټکر کې بللی و.

د انتخاباتي اصلاحاتو کمیسیون غړي وايي چې دوی خپل مقدماتي کارونه پیل کړي دي؛ خو رسمي کارونه یې لا نه دي پیل کړي.

د انتخاباتي چارو کارپوهان د انتخاباتي اصلاحاتو کمیسیون غړیو ته سپارښتنه کوي چې باید هر ډول سمتي؛ قومي، ژبني او ګوندي اختلاف شاته کړي او د افغانستان د ښې راتلونکې لپاره کار وکړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG