د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۱

فیفا: انتخاباتي کمیسیونونو۳۶ ځله انتخاباتي قوانین مات کړي دي


د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو موسسې یا فیفا موندنې ښيي چې د جمهوري ریاست په تېرو دوه ځلي او د ولایتي شوراګانو په انتخاباتو کې، انتخاباتي کمیسیونونو۳۶ ځله د انتخاباتو قانون مات کړی دی.

د یادې موسسې چارواکو دا څرګندونې د۱۳۹۳ کال د انتخاباتو په هکله د یوه څیړنیز راپور د خپرېدو پرمهال خبریالانوته وکړې.

که څه د افغانستان د انتخاباتي شکایاتو کمېسیون په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د انتخاباتو خپلواک کميسیون مني چې په ځینو مواردو کې له قانونه سرغړونې شوي چې د وخت اړتیا وه.

که څه هم د افغانستان انتخاباتو کمیسیون تل ویلي چې ټول کارونه یې له قانون سره سم ترسره شوي، خو دا ازادو او عادلانه انتخاباتو موسسه یا فیفا وايي، د دوی تازه موندنې ښيي چې انتخاباتي کمیسیونونو د ۱۳۹۳ کال په انتخاباتو کې دوه ځله له اساسي قانونه هم سرغړونه کړې.

یادې موسسې د پنجشبنې په ورځ په کابل کې له خبریالانو سره هغه څیړنیز راپور شریک کړ چې د دوی د کارکوونکو له خوا په تیریوه کال کې ترتیب شوی و.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو موسسې یا فیفا غړی محمد نعیم اصغر د دغه راپور په اړه وايي:

″ دواړو کمیسیونو۳۶ ځله قوانین مات کړي چې دوه ځلي اساسي قانون، شل ځله د انتخاباتو قانون او پنځه ځله د دندو او صلاحیتونو د تشکیل قانون د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ترپښو لاندی کړی، څلور ځله د انتخاباتو قانون شپږ ځله دندو اوصلاحیتونو د تشکیل قانون د انتخاباتو شکایتو کمیسیون له خوا مات شوی.″

د افغانستان د جمهوري ریاست لومړی پړاو او د ولایتي شوراګانو انتخات د ۱۳۹۲ کال د حمل په ۱۶ او د جمهوري ریاست بیا ځلي انتخابات د همدې کال د جوزا په۲۴ ترسره شول.

د ازادو اوعادلانه انتخاباتو موسسه یا فیفا وايي چې په لومړي ځل انتخاباتو کې ۵۵۰۰ تنو او په دوهم ځل انتخاباتوکې څخه باندې ۱۱ زره کارکوونکو په درغلیو کې لاس درلود چې باید عدليي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي.

یاده موسسه په خپل راپورکې یادونه کوي چې په انتخاباتو کې د مدیریت کمزورتیا، انتخاباتي ناسم قوانین او طرزالعملونه هم انتخابات د ستونزمن کړل.

فیفا وايي چې دوي خپل راپورجمهوري او اجراييه ریاست او انتخاباتي کميسیونو ته سپارلی چې د راتلونکو انتخاباتو د درغلیوپه مخنیوي کې به زیات ګټورتمام شي او همدا رنګه د انتخاباتي اصلاحاتو کمیسیون ته سپارښتنه کوي چې له یاد راپوره د انتخاباتي نظام د اصلاح لپاره ګټه واخلي .

که څه هم د انتخاباتي شکایاتو کمیسیون د دې راپورد خپرېدو په اړه څه نه دي ویلي، خو د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې دوی ته تراوسه په رسمي توګه یاد راپورنه ده رسېدلی.

د انتخاباتوخپلواک کمیسیون ویاند نورمحمد نورکه څه هم په انتخاباتو کې له قوانینو څخه غړونه نه ردوي، خو زیاتوي چې ځیني وخت اړتیا وه چې قوانین انعطاف شي:

″تر اوسه په رسمي ډول یاد راپور د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته نه ده رسېدلی، نو بنآ ویلای شوي ځیني وخت د انتخاباتو خپلواک کمیسیون له رسینو سره دا موارد شریک کړي دي، که چېرې دوی دا راپور خپور کړای وای ښايي په ځینو مواردو کې له دوی نه هم داسې غلطي شوی وای چې که چېرې یوه ماده که یوه څه نقض شوې وي، نو د اساسي قانون بلې مادې ته احترام شوی او هغې ته پوره پاملرنه شوې ده.″

د افغانستان د جمهوري ریاست تېردوهم ځلي انتخابات د ځینو کورنیو او بهرنیو کړیو د لاس وهنې له امله جنجالي شول چې بیا د یوې سیاسي توافقنامې له مخې د ملي وحدت حکومت رامنځ ته شو.

د سیاسي توافقنامې له مخې د ملي وحدت حکومت باید د انتخاباتي اصلاحاتو کمیسیون رامنځ ته کړي څو د افغانستان د انتخابات قانون تعدیل او اصلاح کړي.

ولسمشرامریکا ته له سفر وړاندې د انتخاباتي اصلاحاتو کمېسیون غړي وټاکل خو د یو شمېرستونزو له امله یاد کمیسیون په رسمي توګه خپل کارنه دی پیل کړی.

د انتخاباتي چارو کارپوهان د انتخاباتي اصلاحاتو کمېسیون غړیو ته سپارښتنه کوي چې له هرډول سمتي، قومي، ژبني او ګوندي اختلاف پرته او د افغانستان د ښې راتلونکې لپاره لازم اصلاحات او بدلونونه رامنځته کړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG