د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د څښاکو د پاکو اوبو د کمښت له کبله ممکن په دغه هېواد کې جدي ناروغۍ پیدا شي.
په افغانستان کې د څښلو د پاکو اوبو کموالي تازه اندېښنې راپارولي، تر دې چې د دغه هېواد د عامې روغتیا وزارت خبرداری ورکوي چې دا ستونزه ممکن د ناروغیو او تلفاتو د ډېرېدو سبب شي.
د یاد وزارت ویاند وحید مجروح د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۶» ازادي راډيو ته وویل، د څښلو د پاکو اوبو کمښت د دې لامل کېږي چې خلک له غیر صحي اوبو نه استفاده وکړي او په بېلابېلو ناروغیو اخته شي.
د ښاغلي مجروح په خبره دا ستونزه په یو شمېر سیمو په تېره په لویو ښارونو کې ډېره احساس ده.
ښاغلی مجروح زیاتوي:
"د اکثره ساري ناروغیو ریښه د څښلو غیر صحي اوبه دي او په روغتونونو کې د همدې اوبو له کبله ناروغۍ څو چنده ډېرېږي. په هغه صورت کې چې دا موضوع کنټرول نهشي، د چټلو اوبو او خوړو له لارې لکه د کولرا په څېر ناروغۍ په کتلوي شکل یو بل ته سرایت مومي او داسې وخت بیا د اټکلېدونکو تلفاتو فکر ډېرېږي."
دا اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي چې د افغانستان د کلیو او پراختیا وزیر مجیبالرحمان کریمي وايي، اووه میلیونه افغانان چې د ټول نفوس ۶۳ فیصده جوړوي، د څښلو پاکو اوبو ته لاسرسی نهلري.
ښاغلي کریمي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۶» په کابل کې د څښلو د پاکو اوبو د ۹۹ قراردادونو د لاسلیک په غونډه کې وویل، د هغو خلکو له ډلې چې د څښلو پاکې اوبه نهلري، ۵۳ فیصدهيې د افغانستان په کلیو او بانډو کې اوسېږي.
له دې وړاندې هم څو ځله په بېلابېلو سیمو په تېره د کابل په څېر په لویو ښارونو کې چې د ځمکې لاندې ډېرې اوبه يې چټلۍ ګڼل کېږي پاکو اوبو ته د خلکو نهلاس رسي موضوع یاده شوې.
تر دې چې د کابل ښار ځينو اوسېدونکو د څاه ګانو اوبو د رنګ او خوند د بدلېدو هم ویلي دي.
د افغانستان د چاپېریال ساتنې ادارې مرستیال عبدالولي مدقق هم دا ستونزه جدي بولي وايي چې د ستونزې د حل په خاطر ځینو عاجلو اقداماتو ته اړتیا ده.
نوموړی وايي:
"زموږ هېوادوال باید ډېره زیاته پاملرنه وکړي چې د ځمکې لاندې له خوږو اوبو څخه بېځایه استفاده ونهکړي، له بل لوري باید پهدې برخه کې د خلکو د پوهاوي کچه لوړه شي، له دې سره د کابل په ښار کې د شنو سیمو د اوبو کولو لپاره دې د ځمکې لاندې اوبو څخه استفاده ژر ودرېږي، موږ باید د اړتیا په وخت کې له دغو اوبو څخه د سرچینو په توګه استفاده وکړو."
په افغانستان کې روان کال وچکالیو د اوبو په تېره هم د څښلو د پاکو اوبو د کمښت ستونزه جدي کړې او چارواکي وايي چې دا ستونزه د هېواد په لوېدیځو، مرکزي او شمال ختیځو ولایتونو کې زیاته ده.
له ټولو سره سره د کلیو او پراختیا وزارت ویاند فریدون اژند وايي، وزارتونو او بېلابېلو نورو ادارو د جمهوري ریاست په همکارۍ او همغږۍ هڅې پیل کړي چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د اوبو د کمښت ستونزې ته په وخت رسیدهګي وشي.
راپور: یوسف خان ځدراڼ