د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۶

یونېسف: په نړۍ کې هره ورځ ۷ زره ماشومان مري


ملګري ملتونه په یوه راپور کې وایي چې هره ورځ په نړۍ کې اووه زره ماشومان مري او د افغانستان په څېر په بې‌وزلو هېوادونو کې هم د ماشومانو د مړینې شمېره ډېره لوړه ده.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ساتنې ادارې یونېسف په دغه راپور کې ویلي چې ډېری دغه مړينې د افغانستان، پاکستان او د افریقایي هېوادونو په ګډون په بې‌وزلو هېوادونو پورې تړلې دي.

افغان ماشوم
افغان ماشوم

خو په ښو اقتصاد لرونکو هېوادونو کې بیا ماشومان له نسبتاً یوه ښه ژوند څخه برخه‌مند دي.

د بېلګې په توګه په جاپان، آیسلنډ او سنګاپور کې د یونېسف په وینا ماشومان د ژوندي پاتې کېدو زیات چانس لري.

د دغه راپور له مخې په ټوله نړۍ کې دوه میلیونه او ۶۰۰ زره ماشومان تر یوې میاشتنۍ مخکې مري.

د یونېسف اجرائیه رئیسې هنریتا فوری «Henrietta Fore» وایي، د اکثره ماشومانو د مړینې مخنیوی ممکن دی.

فورِي: د اکثره ماشومانو د مړینې مخنیوی ممکن دی.
فورِي: د اکثره ماشومانو د مړینې مخنیوی ممکن دی.

د راپور له مخې زیات شمېر ماشومان د ناروغیو له امله نه‌مري، بلکې اصلي دلیل‌یې د کورنیو ډېره نیستي او بې‌وزلي ده چې سمه پالنه‌یې نه‌شي کولای.

د یونېسف اجرائیه رئیسه وایي، د دې په باور که څو لومړنیو ټکو ته پاملرنه وشي، د ډېرو ماشومانو ژوند ژغورل کېدای شي.

یونېسف ویلي چې د نرسانو سمه روزنه، د څښاک پاکې اوبه، له زېږېدو وروسته ماشوم ته د مور شیدې ورکول او ماشوم ته ښه خوراک کولای شي چې د ماشومانو د مړینې مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG