د جرمني صدراعظمې ویلي، له خپل اسرائیلي سیال سره موافقه ده چې په منځني ختیځ کې د ایران فعالیتونه د اسرائیل امنیت ته یو ګواښ دی.
انګلا مېرکل دا خبرې د دوشنبې په ورځ داسې مهال کړي چې د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو اروپا ته خپل څلور ورځنی سفر پیل کړ.
د اسرائیل صدراعظم اروپا ته ځکه دا سفر پیل کړ، څو د ایران او د نړۍ د قدرتونو ترمنځ د ۲۰۱۵ میلادي کال اټمي تړون کې د اصلاحاتو او هم له سوریې څخه د ایراني ځواکونو د ایستلو په اړه ملاتړ راټول کړي.
مېرمن مېرکل له خپل اسرائیلي سیال سره په یوې ګډې خبري غونډه کې دا ومنله چې په سیمه کې د ایران فعالیتونه د اسرائیل د امنیت لپاره د اندېښنې وړ دي.
هغې وویل:
"موږ موافق یوو چې په سیمه کې د ایران د نفوذ پوښتنه د اندېښنې وړ ده، په ځانګړي ډول د اسرائیل د امنیت لپاره."
بنیامین نتانیاهو په پام کې لري چې پهدې سفر کې د بریتانیا او فرانسې له مشرانو سره هم وګوري.
نوموړي د جون پر درېیمه د خپلې کابینې په غونډه کې ټینګار کړی و چې د سوریې په هره برخه کې د ایران د پوځي ځواک د جوړېدو پر وړاندې د اسرائیل د اقدام ازادي خوندي ده او خوندي به وي.
د اسرائیل صدراعظم د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۴» په برلین کې ګډې خبري غونډې ته خپل دریځ یو وار بیا تکرار کړ چې ایران باید له سوریې ووځي.
نوموړي وویل:
"ایران باید له سوریې ووځي، د سوریې له ټولو برخو. دا زموږ دریځ دی او زه فکر کوم موږ باید سره یو شو، څو د ایران چې په نړۍ کې د ترورېزم اصلي ملاتړی دی، د یرغل پر وړاندې ودرېږو."
په سوریه کې د ایران پوځي سلاکارانو او متحدې ملېشې یې د سوریې ولسمشر بشار الاسد حکومت ته د سُني یاغیانو پر وړاندې د اووه کلنې کورنۍ جګړې پر مهال ملاتړ کړی دی.
اسرائیل وېره لري چې کله د سوریې جګړه سړه شي، نو ایران به اسرائیل ته چې سخت رقیبیې دی، مخه کړي.
په همدې حال کې د ایران په اټمي تړون کې د اصلاحاتو راوستلو په برخه کې د اسرائیل صدراعظم د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د څرګندونو ملاتړ کوي چې وایي، دغه تړون اصلاحاتو ته اړتیا لري.
د امریکا ولسمشر په همدې دلیل د مې پر اتمه نېټه اعلان وکړ چې هېواد بهیې د ایران او شپږو سترو قدرتونو ترمنځ د لاسلیک شوي اټمي تړون څخه ووځي.
دا تړون په ۲۰۱۵ میلادي کال کې شوی و چې له مخې یې ایران باید پر دغه هېواد د لوېدیځو بندیزونو د لیرې کېدو په بدل کې خپل اټمي پروګرام محدود کړی وی.
ډونالد ټرمپ ادعا کوي چې تهران په منځني ختیځ کې د یاغیانو په ملاتړ او هم د بالیستیک توغندویو د ازموینې په دوام سره د دغه تړون له موادو سرغړونه کړې ده.
اسرائیل د ولسمشر ټرمپ د دغه اقدام په ملاتړ سره وایي چې له ایرانه د بندیزونو لیرې کول تهران ته دا زمینه برابروي چې په منځني ختیځ کې خپل حضور پیاوړی کړي.
اسرائیل هیله ښیي چې د امریکا پرېکړه د دغه تړون ټول اړخونه دې ته وهڅوي چې د هغه څه په اړه بحث وکړي چې اسرائیلیې پهدې تړون کې نیمګړتیاوې بولي.
د ایران د اټمي تړون نورو برخهوالو بریتانیا، فرانسې، روسیې، چین او جرمني ویلي چې دوی به دې تړون ته ژمن پاتې شي.