د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۴

جنرال نېکلسن: یو شمېر طالبان او د هغوی مشران سولې ته لېواله دي


په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان وایي، یو شمېر طالبان او د هغوی مشران د افغانستان له حکومت سره سولې ته لېواله دي او د طالبانو له متوسطې او لوړې کچې کسانو سره ارتباطات ټینګ شوي دي.

جنرال جان نېکلسن پرون چهارشنبه «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۹» ​له کابله په واشنګټن کې د متحده ایالاتو په دفاع وزارت کې خبریالانو ته د وېډیو کنفرانس له لارې وویل چې د خبرو اترو یو لړ چینلونه د سولې د بهیر د بېلابېلو لورو له‎خوا پرانیستل شوي، خو دی یې د دې لپاره نوم نه‎شي اخیستلی چې دا خبرې پټې دي.

جنرال نېکلسن په ورته وخت کې دا هم وویل چې د سولې په خبرو کې یو شمېر نړیوال سازمانونه، بهرني حکومتونه او هغه ډلې هم داخلې دي چې له دې سره دلچسپي لري.

په افغانستان کې روانه جګړه داسې ده، لکه د کمبودیا جګړه.

په‎دې برخه کې دې امریکایي جنرال یوازې دومره وویل چې زما ډیپلومات همکاران هم په‎کې شامل دي.

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال نېکلسن
په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال نېکلسن

طالبانو په خپله تر اوسه د سولې د خبرو په اړه څه نه‎دي ویلي.

د فبرورۍ په ۲۸مه نېټه کله چې افغان ولسمشر اشرف غني طالبانو ته د سولې پراخ وړاندیز وکړ، طالبانو وویل چې دوی له امریکایانو سره خبرو ته حاضر دي نه د کابل له حکومت سره، خو جنرال نېکلسن وایي چې اوس طالبان په خپلو کې هم د سولې لپاره په جدي خبرو بوخت دي او پر دې بحث کوي چې دا جګړه څرنګه پای ته ورسوو.

د ده په وینا طالبانو ته د سولې په وړاندیزونو کې او د طالبانو د سولې په شرایطو کې ګڼ مشترک ټکي شته.

د سولې هیلې وروسته تر دې د یو شمېر کسانو په باور په افغانستان کې کمې شوې چې طالبانو د غویي میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې د الخندق په نوم عملیات پیل کړل، خو جنرال نېکلسن وایي چې سږ کال د طالبانو پسرلني عملیات د تېرو کلونو په پرتله لږ شدید دي.

نېکلسن وویل، په افغانستان کې روانه جګړه داسې ده، لکه د کمبودیا جګړه چې په ورته وخت کې دواړو لورو د سولې خبرې کولې او جګړه‌یې هم مخته وړه.

علی احمد جلالي
علی احمد جلالي

دا خبره د امریکا په دفاعي پوهنتون کې استاد او په جرمني کې د افغانستان سفیر علي احمد جلالي هم ازادي راډیو ته وکړه:

"د سولې امکانات خو شته، اما دا د دې معنی نه‎لري چې جنګ به یو ځل درېږي او د سولې پروسه به شروع شي، تر ډېره به جنګ او د سولې هڅې یو شان روانې وي، تر هغه وخته چې دواړه خواوې دې نتیجې ته ورسېږي چې د سولې لپاره لاره هواره ده او د دوی هغه اهداف چې لري یې د سولې له لارې په بهتر شکل ترلاسه کېدای شي."

طالبانو د الخندق د عملیاتو له اعلان وروسته د افغانستان د یو شمېر ولسوالیو مرکزونه د لنډې مودې لپاره نیولي دي، خو بېرته ترې په شا شوي دي.

جنرال نېکلسن وویل چې افغان ځواکونه اوس د پخوا په پرتله پیاوړي شوي او دا وړتیا یې پیدا کړې ده چې د طالبانو د بریدونو مخه ونیسي.

نېکلسن زیاته کړه چې د طالبانو ۸۰ فیصده بریدونه بېرته شا ته تمبېدلي او ۲۰ فیصده حملې یې هم په لنډ وخت کې خنثی شوې دي.

XS
SM
MD
LG