د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۷

د وچکالۍ او د خوراکي توکو د کمښت د ستونزو په اړه په ارګ کې ناسته وشوه


د نړیوالو مرسته کوونکو ادارو او سازمانونو یو شمېر استازو د افغان دولت له چارواکو سره په ارګ کې نن دوشنبه ناسته وکړه.

دغه ناسته چې د دوشنبې «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۷» په ورځ وشوه، د افغانستان دولت له لوري رابلل شوې ده، ترڅو د وچکالۍ له امله زیانمنو شویو ته د مرستې رسولو په لارو چارو بحث وکړي.

د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي د دوشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"د نړیوالو ادارو، سازمانونو، ډونرانو او دولتي ادارو ناسته دا مهال په ارګ کې روانه ده او د دې ناستې هدف دا دی چې د وچکالۍ له امله زیانمنو شویو ته مرستې همغږې کړي، ترڅو دا پیدا کړو چې څنګه مرستې ترلاسه شي او څنګه‌یې په راتلونکو ورځو او میاشتو کې زیانمنو شویو کسانو ته ورسوي."

اکبر رستمي
اکبر رستمي

د ښاغلي رستمي په وینا، د کرنې وزارت د طرحې له مخې چې د مالدارۍ په برخه کې یې جوړه کړې په دوو میاشتو کې ۱۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.

نوموړي وویل، که د وچکالۍ ګواښ دوام وکړي دغه طرحه به د نهه میاشتو لپاره تمدید شي چې په‎دې صورت کې به ۵۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا وي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي ادارې «اوچا» په خپل نوي راپور کې ویلي، د وچکالۍ له امله دوه میلیونه کسان په افغانستان کې د خوراکي موادو له کمښت او قحطۍ سره مخ دي.

د دغې ادارې د راپور له مخې، د افغانستان دوه پر درې برخې کسان د وچکالۍ له ګواښ سره مخ دي.

د «اوچا» په راپور کې دغه‌شان راغلي، دا مهال د افغانستان ۲۰ ولایتونه د وچکالۍ تر اغېز لاندې دي.

راپور کې وړاندې راغلي چې افغانستان په کرنې او مالدارۍ متکي هېواد دی او دا مهال د دغه هېواد لږ تر لږه ۱۵ میلیونه وګړي په کرنې او مالدارۍ بوخت دي.

د ملګرو ملتونو په راپور کې ویل شوي له وچکالۍ نه زیانمن شویو افغانانو لپاره ۱۱۵ میلیونه ډالر اړتیا ده چې دا اندازه پیسې به تر شپږو میاشتو پورې د خوراکي موادو او څښاک د اوبو د تأمین لپاره ولګول شي.

تر دې وړاندې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت هم ویلي، د کمو ورښتونو له امله ډېری ولایتونه له وچکالۍ سره مخ دي.

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت د وزیر معاون وايي، هغو ولایتونو ته چې د وچکالۍ په لومړي کرښه کې دي د مرستې رسولو چارې پیل شوې دي.

محمد اسلم سیاس
محمد اسلم سیاس

محمد اسلم سیاس په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"هغه ولایتونه چې د ګواښ په لومړۍ کرښه کې دي، ورته یو اندازه مرستې رسېدلي دي، دوهم پړاو ته هم د غذايي موادو د انتقال لپاره چمتووالی لرو، په درېيمه مرحله کې د ملګرو ملتونو سازمان په ځانګړي ډول «WFP» موږ سره مرسته کوي چې له حاصلاتو نه د کرنې وزارت د راپور له مخې به تطبیق شي."

د ښاغلي سیاس په وینا، دا مهال په ډېره اندازه غنم په سیلو او کرنیزو زونونو کې زېرمه دي.

په همدې حال کې د مشرانو جرګې نایب منشي محمد فیصل سمیع له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، د افغانستان دولت د خوراکي موادو د کمښت او بې‌وزلۍ لپاره پاملرنه نه‌ده کړې.

نوموړي له دولته وغوښتل، کومې مرستې چې د وچکالۍ له امله زیانمنو شویو سره کېږي په شفاف ډول په اړو کسانو ووېشي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG