د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۸

عبدالله عبدالله: کابل ښاریان به د اوبو په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ شي


د افغان حکومت اجرائیه رئیس وايي، د کابل نفوس او له اوبو ناوړه استفادې ته په کتو، ممکن ۱۰ کاله وروسته کابل ښاریان په دې برخه کې له جدي ستونزو سره مخ شي.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس وايي، که د ځمکې پر سر او د ځمکې له لاندې اوبو سمه استفاده ونه‌شي، راتلونکي نسلونه به لوړه بیه پرې کړي.

عبدالله عبدالله د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غویي ۲۵» په کابل کې د اوبو د سرچینو په مدیریت کې د مېرمنو د رول په اړه جوړ شوي کنفرانس ته وویل، که په دې برخه کې یوازې کابل تصویر کړو، له احساس پرته ناوړه استفاده ترې کېږي.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

دی وایي:

"که تاسې له کابله یوازې یو تصویر ولرئ چې له اوبو څنګه، له کوم احساس پرته او په څومره بې‌رحمۍ استفاده کېږي، نو له شک پرته د خطر یو زنګ کړنګول دي، د اوبو د ښه مدیریت لپاره ملي بسیج ته اړتیا ده."

ښاغلی عبدالله وايي، د پوهنې وزارت، د کلیو پراختیا وزارت، د اوبو او انرژۍ وزارت، د عامې روغتیا وزارت او یو شمېر نورې اړوندې حکومتي ادارې باید د اوبو د استفادې او د مدیریت په اړه خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.

افغان حکومت وايي چې د نړۍ وروستیو بدلېدونکو اقلیمي شرایطو د افغانستان پر وضعیت ناوړه اغېزه کړی او یو شمېر ولایتونه د وچکالۍ له ګواښ سره مخ دي او هم د ځمکې لاندې د اوبو سطحه ډېره ټیټه شوې ده.

دغه کنفرانس ته د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني وویل، کله چې د اوبو سرچینې محدودېږي، نو له بل هر چا زیاتې ترې ښځې اغېزمنې کېږي.

د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني
د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني

نوموړي وویل:

"چېرته چې د اوبو د سرچینې د کموالي ستونزه وي، له نورو ډېر په لومړي سر کې نېغ په نېغه ورنه ښځې متأثره کېږي. ښځې په مستقیم ډول په پخلي کې له صحي اوبو سره سر او کار او اساسي رول لري، نو ځکه له هر چا وړاندې په دې برخه کې د ښځو عامه پوهاوی ډېر مهم دی."

ښاغلی عثماني وايي چې د افغانستان په لیرو پرتو سیمو کې مېرمنې په ساعتونو له لیرې واټنونو د څښاک او کالیو مینځلو لپاره په اوبو پسې ځي.

نوموړی زیاتوي چې دوی د اوبو د مدیرت او سمې استفادې لپاره، له اړوندو ارګانونو سره د عامه پوهاوي پروګرامونه پيل کړي دي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني څه موده مخکې ویلي وو چې اوبه د افغانانو عزت دی او د ساتلو لپاره به‌یې هلې ځلې وکړي.

ښاغلي غني دا هم ویلي وو چې له اوبو د اغېزمنې استفادې لپاره، د اوبو د منابعو ښه مدیرت ته اړتیا ده.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG