د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۹

افغانستان

روان کال د افغانستان په کچه د اوبو ۵۰۰ کارېزونه رغېږي

د روان ۱۳۹۷ کال تر پایه د افغانستان په کچه د اوبو ۵۰۰ کارېزونه رغول کېږي.

د کرنې په برخه کې د ولسمشر سلاکار حامد هلمندي نن چهارشنبه ازادي راډیو ته وویل چې تر دې دمه د اوبو ۲۵۰ کارېزونه سروې شوي او پر نورو هم کار روان دی.

ښاغلی هلمندي وايي چې کارېزونه د هېواد د اقتصاد په برخه کې د پام وړ رول لري او پر رغولو سره به‌يې د وچکالۍ ستونزه حل او په کرنیزو تولیداتو کې زیاتوالی راشي.

نوموړی زیاتوي، په اوسط ډول پر هر کارېز څه باندې ۵۰ زره ډالره لګښت راځي.

د معلوماتو له‎ مخې، پخوا په ټول افغانستان کې د اوبو ۹۷۲۰ کارېزونه موجود وو او تر دوو میلیونو زیاتو کسانو په‎کې کار کاوه.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

کرن ډیکر یو ځل بیا د افغان ښځو او نجونو د حقونو پر ملاتړ ټینګار وکړ

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافېره کرن ډیکر
د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافېره کرن ډیکر

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافېره کرن ډیکر وايي، متحد ایالتونه د افغان ښځو له دفاع لاس نه اخلي.

اغلې ډیکر پرون (پنجشنبې) پر خپله ایکسپاڼه د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي ټام ویسټ او د افغان ښځو لپاره د امریکا له ځانګړې استازې رینا امیري سره خپلې کتنې ته په اشارې لیکلي: خوشاله ده چې د افغان ښځو او نجونو په استازولۍ د خپل کار په اړه خبرې کوي او دوی به هیڅکله د افغان ښځو او نجونو د حقونو له دفاع شا ته نه شي.

۲ پاکستانیان په افغانستان کې داعش ته د غړو د جلب و جذب په تور نیول شوي

د داعش بیرغ
د داعش بیرغ

طالبانو ته یوه نژدې انلاین رسنۍ وايي چې په افغانستان کې یې د د داعش د جلب و جذب دوه پاکستاني مسوولان نیولي دي.

المرصاد د دغو دوو پاکستاني اتباعو د اعتراف ویدیو خپره کړې ده.

هغوی په دې ویدیو کې وايي چې داعش ته یې د کسانو د جذبولو ترڅنګ مالي مرستې ټولولې.

ازادي رادیو د دې ویدیو کره توب تایید یا ردولی نه شي. نورو خپلواکو سرچینو هم تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا ویدیو یوه ورځ وروسته له دې خپره شوه چې د پاکستان د پوځ ویندوی ادعا وکړه چې د خیبرپښتونخوا په شانګله کې د مارچ د میاشتې په ۲۶ پر چینايي انجینیرانو حمله په افغانستان کې پلان شوې وه او حمله کوونکی یې هم افغان و.

طالبانو د پاکستان تور سمدستي په کلکه رد کړ او ویې ویل چې د داعش غړي له پاکستانه د حملو لپاره افغانستان ته اوړي.

د شانګلې په برید کې ۵ چینايي انجینیران او د هغو موټرچلوونکی وژل شوي وو.

د طالبانو حکومت: چینایي شرکت ته مو د لوګر د مس عینک کان د ایستو د پیل یو میاشتنی مهلت ورکړی

د لوګر مس عینک کان
د لوګر مس عینک کان

د طالبانو د کانونو او پیترولیم وزیر شهاب الدین دلاور وايي، چین ته یې یوه میاشت وخت ورکړی چې د مس عینک کان د استخراج چارې پیل کړي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي تلویزیون پرون (پنجشنبې) د دلاور څرګندونې خپرې کړې.

ده وویل:

" د چین د قراردادي شرکت ټولې پلمې پای ته رسېدلې او باید د کان د استخراج کار پیل کړي."

له دې سره هممهاله، باختر خبري اژانس د چین د ایم سي سي شرکت د مسوولانو په قول وویل چې د مس عینک کان ته د سړک د جوړولو او د لرغونو اثارو د ساتنې پلان یې نهايي کړی او د پروژې د عملي کار پیلولو ته چمتو شوی دی.

تر دې وړاندې د طالبانو د کانونو او پیترولیم وزارت سرپرست وزیر ویلي و، اجازه نه ورکوي چې له مس عینک څخه د استخراج شویو مسو د پروسیس چارې له هیواده دباندې ترسره شی.

خو په خپلو تازه څرګندونو کې نه دلاور او نه د ایم سي سي شرکت دې موضوع ته اشاره کړې ده.

مولوي کبیر: د بهرنیو ډرون الوتکو د مخنیوي امکانات نه لرو

د طالبانو د ريیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي کبیر
د طالبانو د ريیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي کبیر

د طالبانو د ريیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي کبیر وايي، حکومت یې داسي وسایل نه لري چې د افغانستان پر فضا د ګرځېدونکو بې پېلوټه الوتکو مخه پرې ونیسي.

مولوي کبیر دا خبره پرون (پنجشنبې) په پنجشېر کې یوې غونډې ته په وینا کې وکړه.

تر دې وړاندې څو نورو طالب چارواکو د افغانستان په اسمان کې د بې پېلوټه الوتکو د ګرځېدو یادونې کړې وې.

تېره میاشت په کندهار او نیمروز کې د بې پېلوټه الوتکو له لیدل کېدو وروسته د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد وویل چې د افغانستان پر فضا د نورو هیوادونو د الوتکو ګرځېدا د افغانستان د فضايي حریم سرغړونه ده.

د طالبانو دفاع وزیر مولوي محمدیعقوب مجاهد هم تایید کړې وه چې د افغانستان فضا یې په کنترول کې نه ده.

یو شمېر طالب چارواکي وايي چې بې پېلوټه الوتکې د یوه ګاونډي هیواد له فضا څخه له تېریدو وروسته افغانستان ته داخلیږي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز: د افغانستان انټرنشنل راډیو ټلویزیون په اړه د طالبانو پرېکړه د قانون خلاف ده

د افغانستان انټرنشنل راډیو ټلویزیون لوګو
د افغانستان انټرنشنل راډیو ټلویزیون لوګو

د افغانستان د خبریالانو مرکز له افغانستان انټرنشنل راډیو ټلویزیون سره د کار او همکارۍ منع کول، د رسنیو د قانون خلاف کار بللی دی.

دغه بنسټ نن په یوه اعلامیه کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو د شکایتونو او سرغړونو کمیسیون تازه پرېکړه چې له مخې یې له افغانستان انټرنشنل سره هر ډول همکاري منع شوې، د قانون خلاف عمل بللی دی.

د رسنیو د شکایتونو او سرغړونو کمیسیون پرون چهارشنبه د دې رسنۍ په اړه دا پرېکړه اعلان کړه.

دغه کمیسیون په یوه اعلاميه کې "افغانستان انټرنشنل" رسنۍ په شخصیت وژنې، د شخصي حريم په تېري، د معلوماتو په تحریف او قومي او ژبني تعصبونو ته په لمن وهلو تورنه شوې ده.

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي د کمیسیون دا اعلامیه د فشار او سیاسي انګېزو ښکارندويي کوي.

په تېرو څه کم درېیو کلونو کې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته پر رسنیو ډول- ډول محدودیتونه لګول شوي او ګڼې رسنۍ تړل شوې هم دي.

پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته افغانستان انټرنشنل راډیو ټلویزیون په ۱۴۰۰ لمریز کال په برېتانیا کې خپلې خپرونې پیل کړې.

سعودي ته د افغان حج کوونکو د تګ لړۍ پيل شوه

تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت وايي پرون د کابل له نړیوال هوايي ډګره د افغان حاجیانو لومړۍ جوپه چې ۲۳۰ کسان کېدل، د سعودي عربستان مدینې ښار ته روانه شوه.

باختر خبري اژانس چې د طالبانو په کنټرول کې دی، نن هم د حج په نیت د مزار شریف له هوايي ډګره، سعودي عربستان ته د ۳۶۰ کسانو د روانېدو خبر ورکړی دی.

د طالبانو د حج او اوقافو وزارت د معلوماتو له مخې، سږکال د افغان حاجیانو ونډه شا و خوا ۳۰زره ده.

د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې د ورښتونو، بادونو او سېلابونو اټکل شوی

ارشیف
ارشیف

د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې سبا او بل سبا د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې د تېز باران، تالندې برېښنا، نسبتاً تېزو بادونو او سېلابونو اټکل کړی دی.

دغې ادارې په یوه اطلاعیه کې لیکلي چې د سالنګونو په ګډون په بدخشان، تخار، کندوز، بلخ، جوزجان، سرپل، فاریاب، سمنګان، بغلان، پنجشېر، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، پروان، کاپیسا، کابل، میدان وردګ، لوګر، پکتیا، خوست او بامیان کې له ۱۵ څخه تر ۴۵ ملي مترو پورې د اورښتونو اټکل شوی دی.

په وروستیو اوونیو کې د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې اورښتونو او سېلابونو خلکو ته د سر او مال زیانونه اړولي دي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت: په متحده عربي اماراتو کې ۴۲ تنه افغان بندیان خوشې شول

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په متحده عربي اماراتو کې د ۴۲ افغان بندیانو د خوشې کېدو خبر ورکوي.

د دې وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد نن پنجشنبې په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان د سفارت د پرله پسې هڅو په نتیجه کې د دې هېواد په بېلابېلو زندانونو کې د ۴۲ افغان بندیانو د خوشې کیدو پریکړه وشوه.

د هغه په خبره، دغه بندیان د اماراتو د حکومت د مشرتابه د عفوې له فرمان څخه برخمن شول چې یو تعداد یې آزاد او پاتې نور به یې په نېژدې راتلونکې کې آزاد شي.

هغه نه دي ویلي چې دغه افغانان د کومو جرمونو په خاطرپه هغه هېواد کې بندیان شوي او څه شمېریې تراوسه آزاد شوي دي، خو زیاتوي چې حکومت یې دې ته ژمن دی چې د نړۍ په هر ګوټ کې به د خپلو وګړو د ستونزو د هواري لپاره کوټلي ګامونه پورته کوي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان: افغانستان د نړۍ تر ټولو ناوړه بشري ناورین ځپلی هېواد دی

د افغانستان یوه څنډه
د افغانستان یوه څنډه

د کډوالو نړیوال سازمان، IOM وایي، افغانستان لا هم په نړۍ کې تر ټولو ناوړه بشري بحران ځپلی هېواد دی چې د اټکل له مخې له نیمایي زیات نفوس یعنې ۲۳،۷ ملیونه وګړي یې بشري مرستو ته اړتیا لري.

دغه سازمان " په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان بحران ته د ځواب ویلو پلان" کې چې وېب ریلییف وېبپاڼې نن خپورشوی، دغه راز ویلي چې افغانستان داسې مهال له ننګونو سره مخ دی چې د دې هیواد د نفوس چټک زیاتوالي، په لوړه کچه د خلکو بې ځایه کېدو، ښاري سیمو کې مېشتیدو او د سرچینو کموالي د خدمتونو اړتیاوې زیاتې کړې دي.

دا سازمان اټکل کوي چې په روان ۲۰۲۴ م کال کې به د افغانستان نفوس ۴۴،۵ ملیون تنو ته ورسیږي چې پنځه کاله مخکې ۳۶،۸ میلیونه و.

د IOM په وینا، د افغانستان د نفوس ۵۲ سلنه یې تر ۱۸ کلونو کم عمره تشکیلوي چې دا په نړۍ کې د ځوانانو له پلوه د یوه هېواد تر ټولو زیات نفوس دی.

د کډوالو نړیوال سازمان همدارنګه ویلي چې په افغانستان کې د ننه پر پخوانیو بې ځایه شویو سربیره، سږکال به له ۹۰۰ زره زیات کسان په دې هېواد کې له خپلو سیمو بې ځایه شي.

داعش ډلې بدخشان کې د طالبانو د موټرو پر کاروان د چاودنې مسوولیت ومانه

د داعش ډلې بیرغ
د داعش ډلې بیرغ

د اسلامي دولت ډلې (داعش) خراسان څانګې د بدخشان په مرکز فیض اباد کې د طالبانو د موټرو پر کاروان د پرونۍ چاودنې مسوولیت په غاړه اخیستی.

دغې ډلې تېره شپه په خپل ټیلیګرام چینل کې یوه علامیه خپره کړه او لیکلي یې دي چې د طالبانو د ځواکونو د هدف ګرځولو لپاره یې چاودیدونکي مواد په یوه موټرسایکل کې ځای پر ځای کړي وو.

تر دې مخکې په بدخشان کې د طالبانو امنيې قوماندانۍ ويلي وو چې د فيض اباد ښار د جوزګون په سيمه کې د چهارشنبې په ورځ غرمه مهال د ماين په چاودنه کې درې طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

خو په بدخشان کې محلي سرچینو ازادي راډيو ته وویل چې په دې پېښه کې اووه کسان وژل شوي او څوارلس نور ټپیان دي.

دغه چاودنه د طالبانو د موټرو هغه کاروان په نښه کړ چې د کوکنارو د پاکولو لپاره روان وو.

وروسته له هغه چې طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته ورسېدل، داعش ډلې څو وژونکو بریدونو مسوولیت منلی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG