د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۸

د هند صدراعظم سبا په سوچي کې د روسیې له ولسمشر سره ګوري


د هندوستان صدراعظم نريندرا مودي د دوشنبې په ورځ روسيې ته ځي چې په ساحلي ښار سوچي کې د روسيې له ولسمشر ویلاديمير پوتين سره وګوري.

کرمېلېن وايي تمه کېږي چې د روسيې ولسمشر ولیاديمير پوتين او د هندوستان صدراعظم نريندرا مودي په خپله کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ځانګړو ستراتيژيکو شراکتونو پر پراختيا خبرې وکړي او حساس نړيوال مسايل هم د دواړو مشرانو په کتنه کې شامل دي.

د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، په دې کتنه کې د نړيوالو مسايلو په اړه د دواړو مشرانو ترمنځ د نظر د پراخې تبادلې او د دواړو هېوادونو د اوږدمهاله ځانګړي مشارکت د غښتلي کولو لرليد هم شامل دى.

د هند د بهرنيو چارو وزارت په حواله د هند او روسيې ترمنځ د دوه اړخيزو اړيکو پراختيا او ملي انکشافي لومړيتوب هم د خبرو په جنډا کې شامل موضوعات دي.

د هندوستان او روسيې مشران په داسې حال کې سره ګوري، چې ویلاديمير پوتين دوې اوونۍ مخکې د جمهوري رياست د څلورمې دورې لپاره لوړه وکړه.

پوتین
پوتین

د پوتين او مودي دا کتنه پر داسې مهال کېږي چې د بېلابېلو موضوعاتو له کبله د روسيې او لوېديځ ترمنځ اړيکې په وروستيو کې ترينګلي شوي دي.

د اړيکو په دغه ترينګلتيا کې د اوکراين په چارو کې د روسيې لاسوهنه، د سوريې په اووه کلنه جګړه کې د روسيې نقش او د امريکا د ٢٠١٦مېلادي کال د جمهوري رياست په ټاکنو کې د روسيې د لاسوهنې ادعا شامله ده.

په دې وروستيو کې د مسکو او اسلام اباد ترمنځ اړيکې تودې شوي چې هندوستان دې مسئلې ته په دقت ګوري.

بلخوا د امريکا متحد ايالتونه هڅه کوي، هندوستان د خپل ستراتيژيک متحد په توګه له ځان سره ولري، ځکه له هغو افراطي وسله والو چې په افغانستان کې پر افغان او امريکايي پوځيانو حملې کوي، د اسلام اباد د ملاتړ له کبله د امريکا او پاکستان اړيکې تر پخوا خرابې شوې دي.

په دې کتنه کې به له روسيې څخه د ميزاييلو دS-400 ډوله دفاعي دستګاوو د رانيولو موضوع هم شامله وي.

XS
SM
MD
LG