د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۱

مودي د روسيي او هندي مشرانو په غونډه کې د ګډون لپاره مسکو ته ولاړ


صدراعظم نرندرا مودي د هند او روسیې د مشرانو په کلنۍ غونډه کې ګډون لپاره مسکو ته تللی.

تمه ده چې د دغې غونډې تمرکز به په دفاعي چارو او د انرژۍ په برخه کې د دواړو هېوادونو په همکاري وي.

نرندرا مودي د چهارشنبې په ورځ مسکو ته ورسیده او د روسیې جمهور رئیس ویلادیمیر پوتین سره یې د غرمې په یوې خصوصي مېلمستیا کې برخه واخېسته.

دواړه مشران هندي او روسیې سوداګرو سره له غونډې مخکې د پنجشنبې په ورځ خبرو ته سره کیني.

دغه راز ټاکل شوې ده چې د هند صدراعظم د روسیې د بېړنیو حالاتو د وزارت لیدنه او یوې غونډې ته چې د هند د دوستانو ترعنوان لاندې جوړیږي وینا وکړي.

د روسیې او هند مشران له ۱۵ کلونو راهیسې کلنۍ غونډې کوي.

نوي ډهلي او مسکو چې د سړې جګړې د دوران راهیسې نږدې اړیکې سره لري اوس د برکس BRICS په نامه د هغو هېوادونو په ډله کې هم سره شریکان دي چې د نړۍ نوي لوی بازارونه لري.

د هند صدراعظم تاس خبري اژانس سره په یوه مرکه کې چې د چهارشنبې په ورځ خپره شوه د ویلادیمیر پوتین په هکله ویلي دي:

"تر ټولو ښه خبره دا ده چې هغه ښه پوهیږي چې څنګه کولای شي اړیکې وساتي."

ښاغلي مودي ویلي دي:

"دواړه هېوادونه په دفاعي چارو، اټمي انرژي، ساینس او تخنیک او نورو برخو کې یو پیاوړې شراکت سره لري."

د هند د بهرنیو چارو سکرتر، جیا شنکر S. Jaishankar د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د روسیې او هند مشران به په دفاعي چارو او د اټمي انرژي په برخه کې د دواړو هېوادونو همکاري وڅیړي او دغه راز د تیلو او د سکرو د ډبرو په برخو کې همکاري هم څیړل کیږي.

د ټکنالوژۍ او ستراتیژېو د څیړنې د مرکز کارپوه کونستاتین مه کیینکو، Konstantin Makiyenko چې د روسیې د دفاع وزارت مشاور هم دی وايي چې تمه ده چې د روسیې څخه د هند د صدراعظم د روانې لیدنې په ترڅ کې د اوو میلیارډو ډالرو په بیه قراردادونه لاسلیک شي.

هند په تېرو پنځو کلونو کې په نړۍ کې د وسلو تر ټولو لوی واردوونکی هېواد وو.

خو روسیه اوس له امریکا او اسرائیلو وروسته هند ته د وسلو په صادراتو کې درېیم ځای لري.

اټکل کیږي چې هند به په راتلونکو اوو کلونو کې د ۱۳۰ میلیارډو ډالرو په بیه وسلې را ونیسي.

XS
SM
MD
LG