د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۱

ټایمز اف انډیا: په افغانستان کې د هند مبهمه پالېسي


ټایمز اف انډیا ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې "په افغانستان کې د هند مبهمه پالېسي" تر عنوان لاندې یو مطلب خپور کړی دی.

ټایمز اف انډیا لیکي:

د افغانستان په اړه د اساسي لورو تګ‎لارې ښکاره دي.

امریکا غواړي پرته له دې چې کوم زیان وویني، له افغانستانه ووځي، واشنګټن نه‌غواړي چې د پاکستان اټمي وسلې د جهادي ډلو لاس ته ولوېږي او یا دا ډلې پر امریکا حمله وکړي.

ورځپاڼه وايي:

پاکستان په دې باور دی چې بریالی شوی دی او غواړي خپل د خوښې حکومت په کابل کې رامنځته کړي.

په افغانستان کې د هند رول څه دی؟

پاکستان دا هم غواړي چې کشمیر هم د اسلام‎اباد په خبره، له هند څخه ازاد کړي.

د مطلب لیکوال وايي، چین هم نه‌غواړي چې د دې هېواد له چنې وهلو پرته دې په اسیا کې یوه پاڼه هم وخورېږي.

روسیه غواړي، نړیوال ځواک واوسي او پاکستان د افغانستان په چارو کې لېواله وساتي.

خو ټایمز اف انډیا پوښتنه کوي چې په افغانستان کې د هند رول څه دی؟

ورځپاڼه لیکي:

پر امریکا د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته هند غوښتل افغانستان ته سرتېري واستوي، خو واشنګټن دا موضوع رد کړه، بیا د پخواني صدراعظم مانموهان سېنګ د واکمنۍ پر مهال هند په افغانستان کې د پوځي حضور مسئله مطرح کړه، خو د پخواني جمهور رئیس بارک اوباما ادارې ورسره موافقه ونه‎کړه.

ټایمز اف انډیا زیاتوي:

نوې ډېلي د افغانستان د بیارغونې په پروسه کې ونډه واخیسته او میلیاردونه ډالر يې ولګول، خو اوس چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له هند څخه غواړي افغانستان ته ځواکونه واستوي، صدراعظم نرېندرا مودي دا غوښتنه رد کړې ده.

  • ټلګراف

ټلګراف ورځپاڼې بیا د هغه سرتېري کورنۍ ته د بریتانيې د شهزاده هري د خواشینۍ د پیغام په اړه لیکلي دي چې ویل کېږي د افغانستان په جګړه کې له ګډون وروسته‌يې د رواني ستونزې له امله ځان‎وژنه کړې ده.

ورځپاڼه لیکي:

۳۹ کلن نتان هنټ د افغانستان په هلمند ولایت کې دنده تر سره کړې وه او له شهزاده هري سره د سرتېرو په هغه ډله کې و چې د سړک د غاړې ماینونه‌يې کشف او خنثی کول.

شهزاده هري د هنټ کورنۍ ته په یوه ځانګړي لیک کې د خپلې خواشینۍ او تسلیت پیغام استولی دی.

ټلګراف ورځپاڼه زیاتوي چې نتان هنټ له یوې مودې راهیسې له رواني ناروغۍ او ډپرېشن یا ژور خفګان څخه سر ټکاوه او دا ستونزه‌يې له خپلو ملګرو سره هم شریکه کړې وه.

د هنټ مړی د جنورۍ په دوهمه نېټه د هغه په کور کې وموندل شو.

دغه سرتېري دغه‌راز د دفاع وزارت له‎خوا نوموړي ته د لازمې درملنې او روغتیايي اسانتیاوو د نه‌برابرولو نه هم شکایت کړی و.

په همدې حال کې د بریتانيې پوځ وايي، د نتان هنټ د مړینې په اړه تحقیقات کوي.

XS
SM
MD
LG