د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۲:۲۳

هندوستان: نواز شريف د ممبۍ د حملو له طرحې خبر و


راپورونه وايي، د پاکستان پخواني صدراعظم نواز شريف منلې چې هېواد يې د هندوستان په تجارتي مرکز ممبۍ ښار کې د ٢٠٠٨مېلادي کال په حمله کې نقش لوبولى و.

د رويټرز په حواله، په هغه حمله کې د بهرنيو اتباعو په ګډون نېږدې ١٦٦ کسان هغه وخت ووژل شول چې د لسو پاکستاني وسله والو حملې ٣ ورځې دوام وکړ.

د پاکستان پخواني صدراعظم له پاکستانۍ ډان ورځپاڼې سره په مرکه کې ويلي چې په پاکستان کې افراطي ډلې په پراخېدو دي.

د رسنيو د راپورونو له مخې، نواز شريف ويلي چې د هندوستان په ممبۍ ښار کې د تنظيم شويو حملو مسؤل، غيردولتي لوبغاړي دي.

ښاغلي شريف په مرکه کې ويلي، «په پاکستان کې افراطي وسله وال فعال حضور لري، ايا موږ بايد اجازه ورکړو چې له سرحد څخه واوړي او په ممبۍ کې ١٥٠ کسان ووژني؟ ما ته وضاحت راکړئ، ولې په دې تړاو پيل شوې محاکمه نه بشپړېږي؟»

نواز شريف وروسته له هغې د صدارت له څوکۍ څخه ليرې کړاى شو چې د پاکستان يوې عالي محکمې د اداري فساد د تورونو له کبله دى سلب صلاحيت اعلان کړ.

نواز شریف
نواز شریف

​د هندوستان د اقليتونو د چارو وزير مختار عباس نقوي«ANI» ټلوېزيون ته وويل، د ممبۍ حملې له پاکستانه سرچينه اخلي:

"هندوستان په وار- وار دا خبره کړې او ثبوت يې هم وړاندې کړى چې په ممبۍ کې تروريستي حمله په پاکستان کې پلان او تنظيم شوې وه، دا شيطاني حرکت له هغه ځايه سرچينه اخلي، څومره چې پاکستان په دې مسئله کې خپل دخالت رد کړى، هغومره رسوا شوى دى."

د افراطي وسله والو له ډلې يوازې محمد اجمل قصاب ژوند پاتې و چې د هندوستان له خوا ونيول شو او د ممبۍ په يوه داسې زندان کې ساتل کېده چې سخت امنيتي تدابير يې نيول شوي وو.

قصاب وروسته له هغې په ٢٠١٢مېلادي کال کې په دار وځړول شو چې د هندوستان ولسمشر پراناب موکرجي يې د عفوې درخواست رد کړ.

هندوستان ځانګړي عمومي څارنوال اوجوال نيکام په ٢٠٠٨مېلادي کال کې د ممبۍ د حملو په تړاو په محاکمه کې د هندوستان استازيتوب کاوه.

هغه د شنبې په ورځ د هندوستان «ANI» ټلوېزيون ته وويل، دا اوس نړيوالو ته ثابته شوې چې شريف هڅه نه ده کړې په پاکستان کې دننه، د هغې حملې د مشکوکو کسانو محاکمه ژر بشپړه شي:

"دا مسئله اوس نړيوالې ټولنې ته دا خبره ثابتوي، چې نواز شريف چې د پاکستان د حکومت صدراعظم و، معلومات يې لرل او هغه وخت يې هڅه نه وه کړې چې د هغې حملې اړونده پيل شوې محاکمه يوې نتيجې ته ورسېږي. له دې څرګندېږي چې په پاکستان کې د حکومت په نوم هېڅ شى نه شته. هلته موجوده حکومت يو ګوډاګى حکومت دى چې يوازې د پاکستان د پوځ په اشاره کار کوي."

ښاغلي نيکام ويلي چې د پاکستان صدراعظم نواز شريف د هغې حملې له طرحې خبر و، خو د مخنيوي لپاره يې لازم اقدامات ونه کړل.

د ممبۍ د حملې په تړاو د پاکستان په راولپنډۍ کې د ترورېزم ضد يوې محکمې له خوا د مشکوکو کسانو محاکمه د ٢٠٠٩مېلادي کال په لومړيو کې پيل شوه، خو وروسته وځنډېده.

د هغې محکمې قاضي څه باندې ٨ وارې بدل رابدل او مشر څارنوال يې په وروستيو کې له دندې ليرې کړاى شو.

هندي سرتېري
هندي سرتېري

وسله والو په ٢٠٠٨مېلادي کال په ممبۍ ښار کې پر څو هدفونو حمله وکړه چې نږدې ١٦٦ کسان يې په نتيجه کې ووژل شول او تر ٣٠٠ زيات نور ټپيان شول.

د افراطي وسله والو حملې څه باندې ٦٠ ساعته دوام وکړ چې د هندوستان د ملي ګارډ کومانډو ځواکونه وتوانېدل ٩ حمله کوونکي ووژني.

د پاکستان حکومت ويلي د ممبۍ د حملو په تړاو په څېړنو کې همکاري کوي، په دې شرط چې کوټلي شواهد او اسناد وروسپارل شي.

XS
SM
MD
LG