د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۵

افغان حکومت راتلونکې اوونۍ له سعودي او ترکیې سره هوايي دهلېزونه پرانیزي


افغان حکومت وايي، د هوايي دهلېزونو په پراختیا سره هڅه کېږي چې روان لمریز کال د صادارتو کچه له یو میلیارد ډالرو لوړه کړي.

افغان حکومت وايي، په بام کې لري چې روان کال د وارداتو کچه راښکته او د صادراتو کچه لوړ کړي چې په دې سره به یو څه سوداګریز بلانس هم کنټرول شي.

د بانکدارۍ په چارو کې د جمهوري ریاست د ارشد مشاوریت د عامه اړیکو مسؤل سمیر رسا د شنبې په ورځ«۱۳۹۷کال غويي۲۲» په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د دغه پلان په لړ کې روانه اوونۍ له ترکیې او راتلونکې اوونۍ به له سعودي عربستان سره هوايي دهلېزونه پرانیستل شي.

نوموړي زیاته کړه:

"له نېکه مرغه د صاداتو ملي ستراتیژۍ تازه تصویب شوې چې له صارداتو سره به مرسته کوي، موږ هڅه کوو چې د هوايي دهلېزونو په پرانیستلو سره خپل صادارت لوړ کړو او حتا ویل کېږي چې روان کال به له یو میلیارډ ډالرو زیات صادارت ولرو."

ښاغلی رسا زیاتوي چې ترکي پانګوالو چمتووالی ښودلی چې په افغانستان کې به په بېلا بېلو برخو کې پانګونه وکړي.

د افغانسان د سوداګرۍ او صنایع خونې چارواکي وايي چې دا مهال افغانستان په کلني ډول نېږدې اته سوه میلیونه ډالره صادارت او برعکس شااو خوا ۶ میلیارډه ډالره واردات لري.

تېر کال افغانستان له هند او قزاقستان سره هوايي دهلېزونه پرانیستل چې د چارواکو په وینا ټول ټال په ۸۶ پروازونو کې نېږدې ۲۵۰۰ ټنه وچه تازه مېوه او طبي بوټي صادر شوي چې ډېری یې هند ته دي.

د کابل ــ ممبی سوداګریز هوايي دهلېز پرانېستل شو
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:56 0:00

افغان حکومت وايي، له ترکیې او سعودي عربستان وروسته به تر راتلونکې یوې میاشت پورې له متحده عربي اماراتو سره هم هوايي دهلېز پرانیستل شي.

د اقتصادي چارو د افغان کارپوهان له ډلې سید رحمن عمران ازادي راډیو ته وویل چې که څه هم په لنډ مهالي کې هوايي دهلېزونو د صادارتو لپاره ګټور دي، خو د اوږد مهالي لپاره دا د اقصتادي ستونزو حل لاره نه ده.

نوموړي زیاته کړه:

"په لنډ مهالي کې کې به هوايي دهلېزونو په صادراتو خپل تاثیر ولري، خو په اوږ مهالي کې نه‎، ځکه دا یوه کاذبه لاره ده او حکومت د دې توانايي نه لري چې د تل لپاره سوداګرو ته سبسایډي ورکړي، د تل لپاره په هوايي دهلېز تکیه کول د افغانستان د اقتصادي ستونزو حل لاره نه ده."

افغان حکومت په هوايي دهلېزونو کې ۸۰ فیصده سبسایډي ورکوي او پاتې شل فیصده سوداګر چې د حکومت لپاره ملا ماتونکې ده.

چارواکي وايي چې ډېر ژر به په افغانستان کې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو د خوندیتوب کمېټه هم په کار پیل وکړي.

د اقتصادي چارو افغان کارپوهان سپارښتنه کوي چې افغان حکومت باید د حقیقي اقتصاد پراختیا ته کار وکړي او په سیمه ییز کچه سوداګریز مارکېټونه خپل کړي، دوی وايي په دې توګه به د افغانستان صادارات هم لوړ شي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG