په يوه تازه راپور کې ويل شوي چې په افغانستان کې د پاکستان تجارت او مارکېټ ۵۰ فيصده کم شوى دى.
د راپور په حواله، په تېرو دوو کلونو کې د تجارت دغه اندازه له دوه اعشاريه ۷ ميليارده امريکايي ډالرو څخه يو ميليارد او دوه سوه ميليونه ډالرو ته راټيټه شوې ده.
په عين حال کې ويل شوي چې له هندوستان سره د تجارت لپاره د هوايي دهلېز پرانيستو پر پاکستان د افغانستان اتکا کمه کړې ده.
د ازادي راډيو خبریال صالح محمد صالح د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې له مرستيال خان جان الکوزي څخه د مرکې په پيل کې په هېواد کې د پاکستان د تجارت د کمېدو علت پوښتلى دى؟
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: