د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۴ زمری ۱۳۹۷ کابل ۰۹:۱۱

افغان حکومت له پنځو اسیايي هېوادونو سره هوایي دهلېزونه پرانیزي


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، حکومت پلان لري چې له پنځو نورو اسیايي هېوادونو سره هم هوايي دهلېزونه پرانیزي.

د دغې خونې مرستیال خان جان الکوزي د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د اقتصاد عالي شورا، د سوداګرۍ وزارت او د هوانواردۍ ریاست ته دنده سپارل شوې چې په دې برخه کې یوه طرحه چمتو کړي.

ښاغلی الکوزی وايي، دغه دهلېزونه به سعودي عربستان، متحده امارات، اذربایجان، قرغزستان او اندونیزیا له افغانستان سره ونښلوي.

دا مهال افغانستان یوازې له هند سره هوايي دهلېز لري چې نوي ډهلي او ممبيي ته د افغانستان تازه مېوه او طبي بوټي صادروي.

XS
SM
MD
LG