د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۶

الکوزی: افغانستان کې د پاکستان تجارت او مارکيټ ۵۰ فيصده کم شوى


په يوه تازه راپور کې ويل شوي چې په افغانستان کې د پاکستان تجارت او مارکيټ پنځوس فيصده کم شوى دى.

د راپور له حواله په تېرو دوو کلونو کې د تجارت دغه اندازه له دوه اعشاريه اووه میليارد امريکايي ډالرو څخه يو میليارد او دوه سوه میليونه ډالرو ته راټيټه شوې ده.

په عين حال کې ويل شوي چې له هندوستان سره د تجارت لپاره د هوايي دهلېز پرانېستو پر پاکستان د افغانستان اتکا کمه کړې ده.

صالح محمد صالح د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونو له مرستيال خان جان الکوزي څخه د مرکې په پيل کې په هېواد کې د پاکستان د تجارت د کمېدو علت پوښتلى دى؟

دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:33 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG