د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۸

په ولایتونو کې د انتخاباتي حوزو د ستونزو په اړه د یو شمېر وکیلانو نظرونه!


د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي په ولایتونو کې د انتخاباتي حوزو په اړه وېشلي نظرونه لري.

د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي چې دا مهال نه احصائیه شته او نه هم دومره وخت پاتې دی چې په سمه توګه انتخاباتي حوزې معلومې شي، خو ځیني نور بیا استدلال کوي چې که انتخابات حوزوي شي، نو هر څوک به په ولسي جرګه کې وکیل ولري او غږ به‌یې واورېدل شي.

د ولسي جرګې غړي غلام حسین ناصري د چهارشنبې ورځې «۱۳۹۷ کال د غويي ۱۹» په ازاد بحث کې وویل چې د اوس لپاره داسې قانون نه‌شته چې له مخې یې انتخاباتي حوزې په سمه توګه معلومې شي.

دی وايي:

"پوښتنه دلته ده چې تاسې د کوم قانون پر اساس، کومې احصائیې له مخې، کوم وړاندیز، کوم زمان او د کومې توانایۍ پر اساس اوس‌مهال د انتخاباتي حوزو په اړه تصمیم نیسئ؟"

د دغې جرګې بل غړی محمد علي اخلاقي وايي، د انتخاباتي حوزو جوړېدل به قومي ستونزې رامنځته کړي.

په ورته وخت کې د دغې جرګې یو شمېر غړي بیا وايي، د انتخاباتي حوزو د نشتوالي له امله په تېرو انتخاباتو کې د یو شمېر سیمو خلکو په پارلمان کې استازي نه‌درلودل، خو د دوی په وینا بل‌خوا له یوې وړې سیمې نه زیاتو کسانو پارلمان ته لاره پيدا کړې وه.

د ولسي جرګې غړی عبیدالله بارکزی استدلال کوي، که انتخابات حوزوي شول، د هغې سیمې خلک به هم پارلمان ته لاره پیدا کړي چې تر اوسه محروم وو او وکیلان‌یې نه‌درلودل.

ښاغلی بارکزی وايي:

"که انتخابات حوزوي شي، بلکل که دا به د یو شمېر وکېلانو په تاوان وي، خو ورسره په څنګ کې د افغانستان د ټول ولس په خبره، هغه مظلوم خلک چې وکیلان نه‎لري او محروم پاتې دي، پرېږدئ چې په شورا کې خپل استازي ولري."

د ولسي جرګې غړی عبیدالله بارکزی
د ولسي جرګې غړی عبیدالله بارکزی
  • خو دا چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات به په حوزوي شکل ترسره شي که نه؟

ازادي راډیو هڅه وکړه څو په دې اړه د انتخاباتو خپلواک کمېسیون نظر واخلي، خو بریالي نه‎شول.

بل‎خوا د افغانستان د شفافو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا وايي، انتخاباتي حوزې ګټې لري، خو دا چې وخت کم دی جوړېدل به‌یې د انتخاباتو په نېټې تأثیر واچوي او یا به‌یې وځنډوي.

د دغه بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید ازادي راډيو ته وویل:

"انتخاباتي حوزې مثبت اړخونه لري، هر څوک باید په پارلمان کې استازي ولري او هر څوک باید په‎دې اړه خپل غږ اوچت کړي، خو انتخابات حوزوي کېږي، نو د انتخاباتو په نېټه تأثیر اچوي او ممکن انتخابات وځنډوي."

یوسف رشید
یوسف رشید

د ولسي جرګې او د ولسوالیو شوراګانو انتخابات د روان لمریز کال د میزان په ۲۸مه نېټه ترسره کېږي.

د ولسي جرګې یو شمېر غړي بیا د ولسي جرګې او د ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو د شفافیت په اړه شک لري او وايي چې روانو ناامنه حالاتو او درغلیو ته په کتو فکر کوي چې راتلونکي انتخابات به شفاف نه‎وي.

خو د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په وار وار ژمنه کړې چې انتخابات به په ټاکلي وخت او شفاف ډول ترسره کوي.

راپور: رحمت‎الله افغان

XS
SM
MD
LG