د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۶

حکومت د انتخاباتو په هکله په خپلو کړو ژمنو کې پاتې راغلی


فیفا یا د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو موسسه وايي، د ملي یووالي حکومت د انتخاباتو په هکله په خپلو کړو ژمنو کې پاتې راغلی دی.

د دې موسسې چارواکو د چهار شنبې په ورځ کابل کې د ځینو مدني ټولنو او سیاسې ګوندونو د استازېو په یوه ناسته کې وویل چې له بحرانه د هېواد د وتلو عمده لاره، انتخابات دي او حکومت ته پکار ده چې دې پروسې ته زمینه برابره کړي.

د فیفا یا د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د موسسې مسوولین وايي، د ملي یووالي حکومت د جوړیدو په لومړېو کې د انتخاباتو په اړه له خلکو سره ژمنې کړي خو دغه ژمې یې تر اوسه هم نه دي عملي کړي.

د دې موسسې چارواکو د چهارشنبې په ورځ د مدني ټولنو او ځینو سیاسي ګوندونو د استازېو په ناسته کې وویل، حکومت له څه باندې یو کال راهیسې په سیاسي اختلافاتو کې نښتې او انتخابات چې یوه ملي پروسه ده، له پامه غورځول شوې ده.

د دې موسسې اجرایي رييس محمد یوسف رشید له حکومته وغوښتل چې

د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو انتخاباتو ته دې هر اړخیزې تیاری ونیسي.
د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو انتخاباتو ته دې هر اړخیزې تیاری ونیسي.

ښاغلي رشيد زیاته کړه:

"وړاندیزونه چې موږ یې لرو دا دي چې حکومت باید خپلمنځي اختلافات حل کړي او د غوراوي کمېټې جوړه کړي څو دا کمېټه کار پیل او موږ د انتخاباتو پروسې ته داخل شو او بله د حکومت مشران باید خلکو او نړېوالو ته دا ډاډ ورکړي چې دوی د انتخاباتو کمېسیونونو د غړېو په انتخابولو کې پلان نه لري."

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د موسسې له خوا دغه انتقادونه په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ویلي چې د روان لمریز کال د میزان د میاشتې په ۲۴ مه نېټه به د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو انتخابات ترسره شي.

افغان چارواکي وایي، انتخابات د حکومت په لومړیتوبونو کې دي او د انتخاباتي اصلاحاتو د کمېسیون او د غوراوي د کمېټې جوړیدل یې بیلګې دي.

په انتخاباتي چارو کې د اجرایي ریاست استازي حشمت اله رادفر په یاده غونډه کې وویل، له دې څخه سترګې نه شي پټیدلای چې حکومت د سیاسي، امینتي او بودجوي ستونزو له امله د انتخاباتو په باب کړې ژمنې پر وخت عملي نه کړې خو د انتخاباتو ترسره کېدو ته بشپړه اراده موجوده ده.

ښاغلي رادفر زیاته کړه:

"زه غواړم په څرګند ډول عرض کړم چې د اجرایي ریاست مشرتابه په دې برخه کې خپل کار پر وخت اجراء کړي او د مدني ټولنې او نورو ښکېلو ارګانونو غوښتنو او وړاندیزونو ته یې ارزښت ورکړی دی. دولت د انتخاباتي نظام اصلاحاتو او ترسره کولو ته ژمن دی، موږ نه غواړو چې دا پروسه نوره وځنډیږي."

په دغه غونډه کې د انتخاباتي اصلاحاتو د کمېسیون ريیس شاه سلطان عاکفي وویل، حکومت د انتخاباتي نظام د اصلاحاتو لپاره د دوی وړاندیزونه منلي او په دې برخه کې یې یو لړ اقدامات هم کړي دي.

ښاغلي عاکفي وویل، د انتخاباتي کمېسیونو د کمېشنرانو د نومولو لپاره د غوراوي کمېټه، د ولسمشر له فرمان سره سمه بشپړه شوې او هیله ده چې په نږدې ورځو کې کار پیل کړي.

عاکفي وویل، حکومت د انتخاباتي نظام د اصلاحاتو لپاره د دوی وړاندیزونه منلي او په دې برخه کې یې یو لړ اقدامات هم کړي
عاکفي وویل، حکومت د انتخاباتي نظام د اصلاحاتو لپاره د دوی وړاندیزونه منلي او په دې برخه کې یې یو لړ اقدامات هم کړي

دا په داسې حال کې ده چې سیاسي کارپوهان وايي، حکومت ته پکار ده چې تر هر څه لومړی، د انتخاباتو لپاره امنیت ټینګ کړي.

د دې کارپوهانو له ډلې میر سردار ځدراڼ وايي، ترڅو چې انتخاباتي حوزې او مرکزونه خوندي نه شي، د شفافو انتخاباتو ترسره کول په کې ناممکن دي.

خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG