د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۳

دفاع وزارت: د افغانستان لپاره د امریکا د ولسمشر ستراتېژي تر اوسه ګټوره وه


د امریکا د یو شمېر پخوانیو چارواکو له څرګندونو وروسته د افغانستان دفاع وزارت وايي، د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د نوې ستراتېژۍ له اعلان وروسته، افغان پوځیان توانېدلي چې له ترورېزم سره په جګړه کې ښه پرمختګ وکړي.

د دغه وزارت د ویاند دفتر سرپرست محمد رادمنش د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غويي ۱۸» ازادي راډيو ته وویل، د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونه د امریکا متحده ایالاتو په همکارۍ د دولت وسله‎والو مخالفینو په ځانګړي ډول داعش او طالبانو ته په ډېرو برخو کې ماتې ورکړې.

د نوموړي په وینا د ټرمپ ستراتېژي تر اوسه ګټوره وه.

محمد رادمنش
محمد رادمنش

دی وايي:

"دا تګ‎لاره په افغانستان کې ګټوره ده، خو پاکستان په‎دې کې پاتې راغلی او متحده ایالات د پاکستان پر وړاندې خپل دریځ نیولی. د ډیپلوماتیکو، سیاسي او نظامي لارو پر پاکستان فشار راوړی چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره پاکستان باید چمتو شي، خو پاکستان لا تر اوسه په‎دې برخه کې چمتو شوی نه‎دی."

دا په داسې حال کې ده چې د ځينو رسنیو د راپورونو پر اساس لسګونه امریکايي محققینو، پخوانیو سیاسي او پوځي چارواکو په خپل کلني راپور کې ویلي، د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د نوې ستراتېژۍ اعلان او د پاکستان پر وړاندې فشارونه په افغانستان کې د جګړې په جغرافیې او د اسلام‎اباد په سیاست کې هېڅ ډول بدلون نه‎دی راوستی.

دغو پخوانیو امریکايي چارواکو همدارنګه ویلي، ممکن افغان ځواکونه د امریکايي پوځيانو په ملاتړ تر خپل کنټرول لاندې سېمې وساتي، خو د طالبانو د حملو شدت به په ځينو سیمو کې ادامه پیدا کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره خپله ستراتېژي د تېر لمریز کال په سنبلې میاشت کې اعلان کړه.

د امریکا ولسمشر د دغې ستراتېژۍ د اعلان پر مهال افغانستان ته د امریکايي ځواکونو د لېږلو او ایستلو په تړاو څه ونه‌ویل، خو پاکستان ته په خطاب کې یې وویل چې باید له ترورېزم سره په مبارزه کې همکاري وکړي.

د ښاغلي ټرمپ په وینا هېواد به‌یې د افغان حکومت او پوځيانو ملاتړ ته دوام ورکړي او همدارنګه ټينګار یې وکړ چې پاکستان باید د ترورېستانو د پټن‎ځایونو په اړه غلی پاتې نه‎شي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ۲۰۱۸ میلادي کال د جنورۍ د لومړۍ نېټې په پیغام کې چې په ټویټر کې یې ویلي چې امریکا په تېرو ۱۵ کلونو کې ۳۳ میلیارده ډالره مرسته کړې، خو پاکستان د درواغ او فریب پرته امریکا ته نور څه نه‎دي ورکړي.

د ټرمپ له دغه پیغام وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد اصف وویل، د امریکا ټولې مرستې په دقت سره محاسبه شوي او په بدل کې یې خدمات ترسره شوي.

په همدې اړه د پوځي چارو کارپوه باري عارض له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، په افغانستان کې د امنیتي وضعیت د ښه کېدو لپاره امریکا باید پر پاکستان فشارونه زیات کړي.

د پوځي چارو کارپوه باري عارض
د پوځي چارو کارپوه باري عارض

دی وايي:

"تر اوسه د افغانستان لپاره د امریکا ستراتېژي ګټوره نه‌وه او نه‌یې کومه لاسته راوړنه درلوده او نه د افغانستان په سیاسي او جنګي وضعیت کې کوم بدلون لیدل کېږي."

همدارنګه د ولسي جرګې غړي عبدالقادر ځاځي وطن‎دوست وویل، د ټرمپ ستراتېژي به هغه مهال نتیجه ورکړي چې امریکا پر پاکستان سل په سلو کې بندویزونه ولګوي.

د نوموړي په وینا پر پاکستان تر اوسه داسې فشارونه نه‎دي راوړل شوي چې پاکستان د ترورېستانو له ملاتړه لاس واخلي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG