د افغانستان یو شمېر مشهورو ورزشي څېرو د رأی ورکوونکو د نوم لیکنې په یوه مرکز کې په یوې جوړه شوې غونډه کې له خلکو وغوښتل چې په انتخاباتو کې په خپل ګډون سره د یوه پیاوړي پارلمان په رامنځته کېدو کې برخه واخلي.
احمد ولي هوتک، باز محمد مبارز او نثار احمد بهاوي د افغانستان د ورزش درې مشهورو څېرو د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غويي ۰۶» له شااوخوا ۲۰۰ کسانو سره د کابل د خیرخانې په سیمه کې د رأی ورکوونکو د نوم لیکنې په یوه مرکز کې راڅرګند شول او خلکیې نوم لیکنې او په انتخاباتو کې ګډون ته وهڅول.
نثار احمد بهاوي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې له اوسنیو ستونزو نه د وتلو لپاره په انتخاباتو کې د خلکو پراخ ګډون ډېر اړین دی.
نوموړي له خلکو نه د نوم لیکنې په پروسه کې د ګډون سربېره له امنیتي بنسټونو هم وغوښتل چې د رأی ورکوونکو امنیت خوندي کړي.
نوموړي زیاته کړه:
"له ۲۰۰ کسانو نه زیات کسان د نوم لیکنې لپاره له موږ سره راغلي دي، ټولو ته باید ووایم چې له انتخاباتو نه د ملاتړ په هدف دلته راټول شوي يو."
دغهشان بل افغان ورزشي اتل احمد ولي هوتک بیا ازادي راډیو ته وویل چې په انتخاباتو کې د خلکو پراخ ګډون افغانان د قوي پارلمان خاوندان کوي.
نوموړي زیاته کړه:
"ټولو خلکو ته زما پیغام دا دی چې نوم لیکنه وکړي او داسې شخصیتونو ته رأیې ورکړي چې ټولنې ته خدمت وکړي."
د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو لپاره نوم لیکنه ۱۳ ورځې مخکې د حمل میاشتې په ۲۵مه نېټه پیل شوه.
که څه هم په تېرو دوو اوونیو کې د کابل په ګډون په ځینو ولایتونو کې د رأی ورکوونکو پر مرکزونو بریدونه وشول، خو تمه ده چې د دغې لړۍ نورې مرحلې په ولسوالیو او لیرې پرتو سیمو کې هم پیل شي.
د نوم لیکنې د پروسې تر پیلېدو وروسته روانه اوونۍ د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د انتخاباتو مهالوېش هم اعلان کړ.
کمېسیون له دې وړاندې ویلي چې دوی کولای شي په ټاکلې موده کې د ۱۰ میلیونو نه د زیاتو کسانو نوم لیکنه وکړي.
خو د نوم لیکنې په پروسه کې د خلکو د کمرنګه ګډون په اړه اندېښنې لاهم پر خپل ځای دي.
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د چهارشنبې تر ورځې پورې له ۵۵۰ زرو تنو نه ډېرو کسانو نوم لیکنه کړې چې ۱۲۱ زره تنهیې مېرمنې ۸۶۳۹ تنهیې کوچیان او ۷ تنهیې هندوان او سکهان دي.
یو شمېر کابل ښاریانو چې د نوم لیکنې په پروسه کې یې ګډون کړی وايي چې په انتخاباتو کې برخه نهاخیستل نهجبرانېدونکې تېروتنه ده.
دوی وايي:
"عبدالهادي اسدي یم د کابل ښار د ۹ ناحیې اوسېدونکی، له ټولو هېوادوالو هیله لرم چې په دغې پروسه کې فعاله ونډه واخلي څو خپل راتلونکی برخلیک بدل کړو."
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون له دې وړاندې ویلي تمه ده چې په راتلونکو ورځو کې د نوم لیکنې په پروسه کې د خلکو ونډه پراخه شي.
کمېسیون دغهشان ویلي، د انتخاباتو په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه هم مخ په زیاتېدو دي.
راپور: محمد حدیث پردېس