د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۰ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۵

د داعش د ځپلو په اړه د حکومت پر ادعا د مشرانو جرګې انتقاد


د افغانستان په ختیځ ننګرهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې د داعش یا اسلامي دولت نومې ډلې د فعالیتونو پراختیا د مشرانو جرګې د یو شمېر غړو اندېښنې راپارولې دي.

د دغې جرګې د سې شنبې ورځې «۱۳۹۷ کال د غويي ۰۴» عمومي غونډه تر ډېره د داعش له‌خوا د وروستیو خونړیو پېښو په اړه بحثونو ته ځانګړې شوې وه.

د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار وویل چې داعش ډلې خپل فعالیتونه داسې مهال زیات کړي چې حکومت خلکو ته ډاډ ورکړی و چې د افغانستان له ختیځ څخه د دغې ډلې د فعاليت لمنه راټوله شوې.

محمد علم ایزدیار
محمد علم ایزدیار

نوموړي زیاته کړه:

"دولت مخکې ډاډ ورکړی و چې د افغانستان له ختیځ څخه د داعش د فعاليت لمنه راټوله شوې ده، خو اوس لیدل کېږي چې د داعش پروسې په اړه پوښتنې راپیدا شوې دي چې له یوځای نه بل ځای ته انتقالېږي."

دا اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي چې داعش وسله‌‌والو دوه ورځې وړاندې د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې درې وروڼه چې درې سره ډاکتران وو، له کوره ایستلي او وژلي یې دي.

همدارنګه داعش ډلې د تېرې یکشنبې په ورځ د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د اصف مایل په ښوونځي کې د تذکرو د وېش پر مرکز انتحاري حمله وکړه چې د چارواکو په وینا په ‎دغې حمله کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶۹ تنه ووژل شول او ۱۲۰ نور ټپيان شول.

د کابل نننۍ چاونې ۳۱ کسان وژل
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:15 0:00

داعش یا اسلامي دولت نومې ډلې تر دې وړاندې هم د یو شمېر خونړیو حملو مسؤلیت منلی دی.

په همدې حال کې د مشرانو جرګې رئیس فضل‌الهادي مسلمیار د سې شنبې ورځې په عمومي جلسه کې دفاعي کمېسیون ته دنده وسپارله څو ننګرهار ته ولاړ شي او د وروستۍ پېښې په تړاو څېړنه وکړي.

فضل الهادي مسلمیار
فضل الهادي مسلمیار

نوموړي زیاته کړه:

"داعش ډلې یو ځل بیا ثابته کړه چې دوی د افغانستان د ولس قاتلان دي، نو زما د مشرانو جرګې دفاعي کمېسیون نه هېله دا ده څو ننګرهار ته ولاړ شي او د وروستۍ پېښې په تړاو څېړنې وکړي، ترڅو معلومه شي چې ستونزه چېرته ده."

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د افغانستان د دفاع وزارت نظر هم واخلو، خو بریالي نه‌شو.

تر دې وړاندې بیا د افغانستان د دفاع وزارت ویلي وو چې د داعش ډلې پر ضد يې پراخ عملیات روان دي او په وینا یې چې د داعشیانو شمېر مخ په کمېدو دی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم په دې وروستیو کې ویلي وو چې د داعش ډلې پر ضد په ننګرهار او کونړ کې پراخ پوځي عملیات روان دي او په وینا یې چې د دې ډلې شااوخوا زر وسله‌وال وژل شوي، خو لا هم په دې هېواد کې تر دوه زره داعش جنګیالي موجود دي.

په همدې حال کې د امنیتي چارو کارپوه محمد انور سلطاني وايي چې د داعش فعالیتونه د جدي اندېښنې وړ دي او باید د دغې ډلې د له‌منځه وړلو لپاره پراخ عملیات وشي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG