د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۲

د«G-7» هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران پر روسیې د فشارو ساتلو پر لارو چارو خبرې کوي


ټاکل شوې چې نن د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران په تورانټو کې په خپله غونډه کې پر روسیې د فشار د ساتلو پر لارو چارو خبرې وکړي.

د اوو سترو صنعتي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران به په تورانټو کې په خپله نننۍ غونډه کې په دې اړه بحث وکړي چې پر روسیې فشارونو ته څنګه دوام ورکړي خو دا دوه ورځنۍ غونډه تر ډېره د دې ټولنې د سرمشریزې لپاره د تیارۍ په مقصد جوړېږي.

په پام کې ده د «G7» د غړیو هېوادو مشران د جون میاشتې په لومړیو کې په کاناډا کې غونډه وکړي.

د اوو سترو صنعتي هېوادونو بیرغونه.
د اوو سترو صنعتي هېوادونو بیرغونه.

متحده ایالات، بریتانیا، کاناډا، جرمني، ایټالیا، فرانسه او جاپان د دې ټولنې غړي دي.

دې ډلې تېره اوونۍ د انګلستان په سالیزبوري ښار کې د روسیې د استخباراتو پر پخواني اجنټ سیرګي سکریپال او د هغه پر لور حمله چې د دوی په وینا د اعصابو د فلجوونکو کیمیاوي موادو په وسیله شوې وغندله.

د«G7» د یوه غړي هېواد یوه چارواکي ویلي، دا ټولنه د روسیې د ناوړه چلند د هغو مواردو له کبله اندېښنه لري چې له څو کلونو راهیسې روان دي.

رویټرز خبري آژانس د دې چارواکي له قوله چې نه غواړي نوم یې افشا شي راپور ورکوي چې نوموړی وايي، د «G7» غړي هېوادونه غواړي د روسیې د سلوک په وړاندې د خپلو ژورو اندېښنو، له هغو سره د مخالفت او دې ستونزې ته د یوې حل لارې د موندلو لپاره پر خپلو ګډو اقداماتو خبرې وکړي.

روسیې د سالیزبوري په قضیه کې لاس لرل رد کړي دي.

امریکا او متحدانو یې په تېرو څو کلونو کې، وروسته له دې چې روسیې د اوکراین کریمیا ټاپو ونیوله، د اوکراین په ختیځ کې یې د روس پلوو بیلتونپالو او په سوریه کې یې د ولسمشر بشار اسد د رژیم ملاتړ پیل کړ، څو ځلې پر مسکو بندیزونه ولګول.

په پام کې ده چې په تورانټو کې د «جي اووه» د غونډې په ځینو برخو کې د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر هم ګډون وکړي.

د جرمني د بهرنیوچارو وزیر هایکو ماس
د جرمني د بهرنیوچارو وزیر هایکو ماس

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس د شنبې په ورځ پر روسیې غږ وکړ چې د سوریې د کړکېچ په حل کې مرسته وکړي.

د سوریې کورنۍ جګړې د لوېدیځ او روسیې اړیکي سخت زیانمن کړي دي.

دوو ډيپلوماټانو، چې د «G7» د غونډې په اړه معلومات لري ویلي دي چې د تورانټو په غونډه کې ‎پر روسیې د نورو بندیزونو د لګولو په اړه خبرې نه کېږي ځکه چې بریتانیا، فرانسه، جرمني او ایټالیا د اروپايي ټولنې غړي دي او د نویو بندیزونو په برخه کې باید د دې ټولنې ټول غړي ګډه پرېکړه وکړي.

د «جي اووه» د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې به د شمالي کوریا د شنبې ورځې د هغه اعلان په اړه هم بحثونه وشي چې ویې ویل ټولې اټمي او د توغندیو ازموینې ځنډوي او د اټمي ازموینو خپل ټول مرکزونه به هم بند کړي.

شمالي کوریا پدې وروستیو کې ویل چې خپل اټمي پروګرام ځنډوي.
شمالي کوریا پدې وروستیو کې ویل چې خپل اټمي پروګرام ځنډوي.

د دې اعلان په وړاندې د جاپان، بریتانیا او اسټرالیا په ګډون ځینو هېوادونو په ډېر احتیاط سره غبرګون وښود.

د تورانټو په غونډه کې به د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال جان سولیوان ګډون وکړي ځکه د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د ولسمشر ټرمپ نوماند مایک پامپیو تراوسه له کانګرس څخه د تائید رایه نه ده ترلاسه کړې.

XS
SM
MD
LG