د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۰۰

شمالي کوریا وايي، خپل اټمي پروګرام ځنډوي


د شمالي کوریا مشر کیم جانګ اون وايي، هېواد به یې د اټمي وسلو او بالسټیک توغندیو ازموینې بندې کړي او د اټمي ازموینو ساحې به وتړي.

یونهاپ خبري اژانس د شمالي کوریا د دولتي خبري رسنیو په حواله ویلي چې د اپریل له یو ویشتمې نېټې به دا هېواد اټمي ازموینې او د لویو وچو ترمنځ د ویشتل کېدونکو توغندیو ازموینې بندې کړي.

په راپور کې د شمالي کوریا د دولتي خبري اژانس په حواله ویل شوي چې «شمالي کوریا به د دې هېواد په شمال کې د اټمي ازموینو تاسیسات د دې لپاره وتړي څو د اټمي ازموینو د ځنډولو پرېکړه ثابته کړي.»

د شمالي کوریا دا اعلان څو ورځې مخکې له دې کېږي چې ټاکل شوې د دې هېواد مشر کیم جونګ اون د جنوبي کوریا له مشر مون جي این سره د دواړو رقیبو هېوادونو ترمنځ په غیرې پوځي سیمه کې وګوري.

همدارنګه تر دې لیدنې وروسته د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ سره هم د کیم د لیدنې احتمال شته.

د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس «KCNA» دا هم ویلي چې شمالي کوریا به د اټمي ازموینو د بشپړ بندېدو په اړه له نړیوالو هڅو سره هم یو ځای شي.

د شمالي کوریا مشر
د شمالي کوریا مشر

د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس وايي، کیم جونګ اون د دې هېواد د واکمن ګوند یوې غونډې ته ویلي« دا چې په اټمي وسله زموږ سنبالښت تائید شو، نور زموږ لپاره د اټمي او د لېرې او نېږدې واټن ویشتونکو توغندیو اړتیا نه شته.»

نوموړي زیاته کړې ده چې د دې هېواد په شمال کې د اټمي ازموینو تاسیساتو خپل ماموریت بشپړ کړی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پر خپل ټویټر د پیونګ یانګ د دې اعلان په اړه عکس العمل ښودلې، دا یې «ستر پرمختګ»بللی او ویلي یې دي چې دا هم شمالي کوریا او هم نړۍ ته ښه خبر دی.

چین چې د پیونګ یانګ متحد خو له اټمي ازموینو یې ستړی دی، هم د دې اعلان هرکلی کړی دی او ویلي یې دي، دا به سیمه کې ترینګلتیا راکمه او د اټمې بې وسلې کولو بهیر سره به مرسته وکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لو کانګ په یو بیان کې ویلي« چینايي لوری په دې باور دی چې د شمالي کوریا پرېکړه به د کوریا په ټاپووزمه کې وضیعت بهتره کړي.»

خو جاپان ویلي،«د شمالي کوریا پر دې اعلان قناعت نه کوي او دوی به پر پیونګ یانګ تر هغه سیاسي فشار ته دوام ورکړي چې څو چې دې هېواد په بشپړه توګه د ډله ییزې تباهۍ، اټمي وسلو او توغندیو پروګرامونه بند کړي نه وي.»

د جاپان د دفاع وزیر ایتسونوري اونودیرا په واشینګټن کې خبریالان ته ویلي«موږ پر دې قناعت نه کوو او زیاته کړې یې ده پیونګ یانګ د خپلو نېږدې او منځني واټن ویشتونکو توغندیو د پروګرام د پای ته رسولو په اړه څه نه دي ویلي.»

په ۲۰۱۷ مېلادي کال کې شمالي کوریا د ليرې واټن ویشتونکو توغندیو ازموینې وکړې او ویې ویل دوی اوس دا وړتیا پیدا کړې چې د امریکا متحده ایالات پر اټمي وسلو وویشتلی شي.

که څه هم د دې هېواد دا ادعا تائید شوې نه وه، خو پرلپسې ازموینو یې د امریکا، جنوبي کوریا او جاپان سره د شمالي کوریا کړکېچ پراخ کړ.

متحده ایالاتو، اروپايي ټولنې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا او یو شمېر نورو هېوادونو پر شمالي کوریا سخت مالي بندیزونه لګولي.

پیونګ یانګ په دې وروستیو کې له نړیوالې ټولنې سره د دې هېواد د کړکېچ د هواري په اړه هیله بخښوونکي څرګندونې کړي چې د شمالي کوریا او نړیوالې ټولنې ترمنځ یې د شته کړکېچ د هواري هیلې پیدا کړي دي.

XS
SM
MD
LG