د ایران یوه جګپوړي چارواکي د ملي امنیت د سلاکار په توګه د جان ار. بولتون د ټاکلو په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ پر پرېکړې انتقاد کړی، دغه اقدامیې د شرم وړ بللی او ویلي یې دي چې هغه د دې نښه ده چې واشنګټن د تهران د رژیم د بدلېدو په تمه دی.
د بولتون یوه ویاند دغه څرګندونې رد کړي او هغهیې تبلیغات بللي دي.
د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي علي شمخاني د بولتون په اړه دغه څرګندونې هغې غونډې ته په اشاره کړي چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د ایران د مخالفې ډلې مجاهدین خلق لهخوا جوړه شوې وه او هغه پهکې ګډون کړی و.
هغه ډله چې د ایران د رژیم د پرځولو لپارهیې له څو لسیزو راهیسې سیاسي او وسلهواله مبارزه مخ ته وړې.
د ایران نیمه دولتي خبري اژانس فارس د ښاغلي شمخاني له قوله خبر ورکړی چې ویلي یې دي، ظاهراً د ستر ځواکمن متحده ایالاتو لپاره د شرم وړ خبره ده چې د ملي امنیت سلاکار یې له یوې ترورېستي ډلې پیسې ترلاسه کوي.
په راپور کې نهدي ویل شوي چې هغه د دې ادعا د ثبوت لپاره شواهد وړاندې کړي، کنه؟ خو مجاهد خلق ډلې دا رد کړې چې بولتون یا بل امریکایي چارواکي تهیې پیسې ورکړې دي.
دغهراز د ایران د پارلمان د ملي امنیت او د بهرنۍ پالېسۍ د کمېټې ویاند حسین نقوي حسیني د یکشنبې په ورځ نیمه دولتي خبري اژانس ایسنا ته وویل چې د بولتون او دغهراز د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د «سي. ای. اې» د پخواني مشر مایک پامپیو ټاکنې دا ثابتوي چې د امریکا نهایي هدف د ایران د رژیم ړنګول دي.
بولتون چې په ملګرو ملتونو کې یې د امریکا د سفیر په توګه دنده ترسره کړې، پخوا یې د ایران د رژیم د بدلېدو غوښتنه کړې وه او همیې د نړۍ له قدرتونو سره د ایران د ۲۰۱۵ میلادي کال له اټمي تړون سره مخالفت څرګند کړی و.
د ایران حکومت د جان ار. بولتون په اړه پر ډونالد ټرمپ نیوکه کړې
په تېر جولای میاشت کې په پاریس کې د مجاهدین خلق د ډلې لهخوا جوړې شوې غونډې ته بولتون په وینا کې هیله څرګنده کړه چې د ایران رژیم به تر ۲۰۱۹ میلادي کال پورې نسکور شي.
۶۹ کلن بولتون د جمهوري غوښتونکو ګوند د بهرني سیاست یوه مهمه څېره ګڼل کېږي.
هغه د ایران او شمالي کوریا په وړاندې د مخنیوي لپاره د پوځي حملې ملاتړ کړی دی.
داسې ښکاري چې بولتون چې د جمهوري غوښتونکو درې مخکېنیو ولسمشرانو په دورو کې د کار تجربه لري، د ایران په اړهیې نظریات د ولسمشر ټرمپ له دریځ سره چې د ولسمشر په توګه د دندې له پیلېدو راهیسې یې غوره کړی، اړخ لګوي.