د فرانسې نوی ولسمشر امانوئل مکرون وايي، دی به د روسیې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره د ليدو پر مهال له هغه څخه پر ځينو مهمو مسايلو يو شمېر غوښتنې مطرح کړي.
امانوئل مکرون چې د مې په اوومه ولسمشر وټاکل شو، ويلي:
"دا ډېره مهمه ده چې له روسيې سره خبرې وشي ځکه داسې نړیوال موضوعات شته چې له دوی سره پرته له جدي بحثه نهشي حل کېدای."
مکرون دا خبرې وروسته له هغه د شنبې په ورځ وکړې چې د «جي اووه» غونډې ګډونوالو موافقه وکړه چې که په اوکراین کې وضعیت پرمختګ ونهکړي، د مسکو پر وړاندې به نوې پرېکړې وکړي.
د فرانسې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د مسکو احتمالي لاسوهنه او د سوريې په کورنۍ جګړه کې له بشارالاسد سره د روسیې مرسته او په اوکراین کې لاسوهنه دوه مهم موضوعات دي چې دوی به خبرې پرې کوي.
مکرون دا غونډه په شاهي ماڼۍ کې ځکه جوړوي چې د روسيې د امپراتور پيټر د ژوند په اړه د يوه نندارتون سره پر یو وخت شي.
د ورسای ماڼۍ ساتونکې او د نندارتون تنظيموونکې ګوينولا فارمن له روېټرز خبري اژانس سره د خبرو پر مهال ويلي:
"دا نندارتون د پيترِ عظيم د یوې تابلو په ننداره پرانیستل کېږي او موږ د دغه امپراتور له حضوره په فزيکي معنی پوهېږو. زه بايد ووايم، د ده قد او قامت دوه متره وو نو تابلو د ده واقعی انځور وړاندې کوي."
لوېديځ هېوادونو پر روسیه په ۲۰۱۴ میلادي کال کې له اوکراینه د کريمیا د جلا کولو او د دغه هېواد په لوېديځ کې د جلا غوښتونکو د ملاتړ په خاطر بنديزونه لګولي دي.
په اوکراین کې د جګړې له کبله تر نهه زرو کسانو زيات وژل شوي دي.
ويل کېږي، پوتين به له مکرون سره د روابطو ښه کولو هڅه وکړي چې اړيکې يې د مخکېني ولسمشر فرانسوا اولاند سره ترينګلې وې.
پوتین فرانسې ته وروسته له هغه خپل سفر لغوه کړ چې اولاند وويل له پوتين سره به يوازې د سوريې په اړه د خبرو لپاره وويني.
د فرانسې د ولسمشرۍ د ټاکنو پر مهال د پوتین پلوي کوونکې کانديدې ماري لوپېن پر ضد د مکرون د کمپاين ټيم تورونه پورې کړل چې روسيې د هک کولو او ناسمو معلوماتو خپرولو هڅې پيل کړې دي.
د ده ټيم د روسیې د دولت لهخوا تمويلېدونکي سپوتنیک او ار ټي خبري رسنۍ په رسميت نهپېژندلې.
وروسته له هغه چې د لوپېن پر وړاندې دوی ټاکنې وګټلې، د مکرون ټيم وويل، د دوی د کمپاين زرګونه هک شوي اېمېلونه پر انټرنټ خپاره شول.
څېړونکو ويل، شک شته چې دا کار د هغې ډلې لهخوا شوی وي چې د روسيې له نظامي استخباراتو سره تړاو لري.
مسکو د فرانسې په انتخاباتو کې لاسوهنه رد کړه.