د ارمنستان ولسمشر ارمن سارګسیان د شنبې په ورځ په پلازمېنې ایروان کې جمهوري څلورلاري ته ولاړ، څو د زرګونو مظاهرهکوونکو له مشر نیکول پاشینیان سره وګوري.
د ارمنستان د مظاهره کوونکو مشر نیکول پاشینیان ویلي چې دی به له صدراعظم سرژ سرکیسیان سره نن وګوري او د هغه د استعفا او د قدرت د سولهییز انتقال پر شرایطو به خبرې ورسره وکړي.
دا لسمه ورځ ده چې دوی د نوي صدراعظم د ټاکل کېدو په اعتراض راوتلي دي.
ولسمشر له سختو امنیتي تدابېرو سره پهداسې حال کې چې مظاهرهکوونکو د سرژ سرکیسیان پر ضد شعارونه ورکول، د نیکول پاشینیان او دوو نورو کسانو سره د لسو دقیقو لپاره خبرې وکړې او بېرته ولاړ.
ولسمشر ارمن سارګسیان تردې وړاندې د روان وضعیت د ارامولو لپاره د خبرو غوښتنه کړې وه.
خو اعتراض کوونکو د شنبې په ورځ د نوي صدراعظم هغه غوښتنه هم رد کړه چې د مظاهرو د ختمولو په هدف یې د مخالفینو له مشر سره د سیاسي مذاکراتو په اړه کړې وه.
نیکول پاشینیان ویلي وو چې اعتراض کوونکي حاضر دي چې یوازې د سرژ سرکیسیان د لېرې کېدو په اړه خبرې وکړي.
سرکیسیان دوه دورې د ارمنستان ولسمشري کړې ده او د اپریل پر نهمه د صدراعظم په توګه ونومول شو چې د اپریل پر ۱۷مه د پارلمان لهخوا تأیید شو.
په وروستیو ورځو کې چې پولیس هڅه کوي د اپوزېسیون پلویانو لهخوا د لارو د بندېدو مخه ونیسي، سلګونه تنه نیول شوي دي. یوازې ۷۰ تنه یې د شنبې په ورځ د پلازمېنې په بېلابېلو برخو کې ونیول شول.
دغه مظاهرې د ارمنستان نورو لویو ښارونو ته هم غځیدلي دي.
چارواکو خبریالانو ته خبرداری ورکړی چې د پولیسو د اقداماتو څخه په یوه مناسبه فاصله کې و اوسېږي.
په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د سرژ سرکیسیان په ملاتړ په ټولپوښتنه کې د ارمنستان د حکومت سیستم نوی شو چې له مخې یې د ولسمشر واک کم او د صدراعظم واک یې ډېر کړ.