د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۹

په ارمنستان کې اعتراضونو نن د اتمې ورځې لپاره دوام وکړ


په ارمنستان کې د صدراعظم په توګه د پخواني ولسمشر د ټاکل کېدو پر ضد اعتراضونو نن اتمه ورځ هم دوام وکړ.

د ارمنستان پولیس وایي، په پلازمېنه ایرووان کې د مظاهرو د دوام په لړ کې، نن له سهاره شااوخوا ۶۵ تنه نیول شوي دي .

په دغه ښار کې ځوانو فعالانو، زده کوونکو او نورو مخالف پلوه ډلو د ټرافیکو پر وړاندې لارې وتړلې او پولیس دې ته اړ شول چې د ښار په بېلابېلو برخو کې پوستې جوړې او اضافي پولیس ځای پرځای کړي.

د پولیسو یوه ویاند اشوت اګارونیان نن جمعه رسنیو ته ویلي چې هغه مظاهره کوونکي چې د ټرافیکو مخه یې ډب کوله، نیول شوي او د پولیسو مرکزونو ته وړل شوي دي.

ده وویل، د قانون له مخې، پولیس د ټولو هغو کسانو نیولو ته دوام ورکوي چې له قانونه سرغړونه کوي.

سره له دې چې ولسمشر ارمن سرکیسیان چې له پخواني ولسمشر سرژ سرکیسیان سره کوم تړاو نه لري، د اپرېل په ۱۹مه یا پرون پنجشنبه ویلي چې ددې کړکېچ یوازینۍ حل لاره مذاکرات او متقابل درناوی دی، خو مظاهره کوونکو نن اتمه ورځ هم خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړ .

ولسمشر د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي:

"زه د هېواد د مشر په توګه پر دواړو لورو غږ کوم چې د اوسني وضعیت د پای ته رسولو لپاره د یوې ښې حل لارې موندلو په هدف، باید په خپلو کې خبرې او مذاکرات وکړي."

اعتراض کوونکي د صدراعظم په توګه د سرژ سرکیسیان د ټاکل کېدو مخالفت کوي او وایي، هغه په واک کې د پاتې کېدو هڅې کوي .

د دغو اعتراضونو مشري په پارلمان کې د اپوزسیون مشر نیکول پاشینیان کوي.

نیکول پاشینیان تېره ورځ شااوخوا ۱۰ زره مظاهره کوونکو ته وویل چې په پلازمېنه ایرووان کې په جمهوري څلور لاري کې راټول شي او د نن ورځې لپاره یې د پلازمېنې د ټرافیک د بندېدو غوښتنه وکړه .

د اپرېل په ۱۹ مه هم د بلوا ضد پولیسو او مظاهره کوونکو ترمنځ په اخ و ډب کې شااوخوا ۱۲۰ تنه مظاهره کوونکي ونیول شول.

تېره ورځ مظاهره کوونکي وروسته له هغه ونیول شول چې دوی په پلازمېنه کې د دولتي ودانیو مخته راټول شوي او د دولتي چارواکو د ورتلو مخه یې نیوله .

دا سپارښتنه ورته د دوی مشر نیکول پاشینیان پرون سهار کړې وه .

دوی هڅه کوله چې د سرکیسیان د کابینې لومړنۍ غونډې ته د وزیرانو د ورتګ مخه ونیسي.

که څه هم دا غونډه بیا ماسپښین ناوخته وشوه، خو مظاهره کوونکي بېرته هغې څلور لاري ته وګرځېدل چې پولیس پکې ځای پرځای شوي وو .

د پولیسو ویاند دغه راز ویلي چې ټول نیول شوي کسان د پولیسو مرکزونو ته وړل شوي او دا چې که تر درېیو ساعتونو پورې څوک راخوشې نه شو، په دې مانا ده چې هغوی د جنایت په ترسره کولو تورن دي.

د امریکا متحده ایالاتو پر دواړو لورو ټینګار کړی چې له نرمښت څخه کار واخلي او له تاوتریخوالي لاس واخلي .

روسیې بیا ویلي چې قانون باید مات نشي.

په وارسا کې د ډموکراتیکو ټولنو او بشري حقونو د دفتر مشرې د ارمنستان پر ولسمشر غږ کړی چې په دغه هېواد کې د سوله ییزې مظاهرې په برخه کې د خلکو د ازادۍ حق ډاډمن کړي.

هغې د سوله ییزو مظاهره کوونکو پر وړاندې د پولیسو له خوا د زور زیاتي پر راپورونو اندېښنه ښودلې ده .

دغه مظاهره د اپرېل په ۱۳ مه وروسته له هغه پیل شوې چې د ارمنستان پارلمان د صدراعظم په توګه د سرژ سرکیسیان ټاکنه تأیید کړه.

نوموړي تر دې وړاندې دوه دورې ولسمشري هم کړې ده.

XS
SM
MD
LG