د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۹

ارمنستان: مخالفانو د سرکسيان د ډيالوګ غوښتنه رد کړه


د ارمنستان سياسي مخالف نيکول پشينيان د صدراعظم هغه غوښتنه چې د سم د لاسه خبرو په اړه وه، رد کړه.

صدارعظم سرژ سرکسيان په لارو او کوڅو کې د پيل شويو مظاهرو د ختمولو لپاره دغه پېشنهاد کړى و.

دغه مظاهرې د صدراعظم په توګه د سرکسيان د ټاکل کېدو په اعتراض پيل شوې دي.

په ارمنستان کې د شنبې په ورځ له سړې هوا او ميده باران سره سره مظاهره چيان د نهمې پرله پسې ورځې لپاره لارو او کوڅو ته راووتل.

دوى له هغه څه سره خپل مخالفت څرګند کړ چې د سرکسيان له خوا يې پر واک د منګولو ښخول ياد کړي دي.

سرژ سرکسيان ۱۰ کاله د ارمنستان ولسمشر و چې څه باندې دوه اوونۍ مخکې يې د ولسمشرۍ وروستۍ دوره پاى ته ورسېده او د صدراعظم په توګه وټاکل شو.

پوليسو د شنبې په ماسپښين وويل چې د پلازمېنې يرووان په بېلابېلو برخو کې ٦٢ کسان نيول شوي دي.

تر ١٨٠ زيات کسان د جمعې په ورځ په پلازمېنه کې په داسې حال کې نيول شوي چې پوليسو هڅه کوله چې د اپوزسيون ملاتړي پرې نږدي، څو لارې او کوڅې بندې او په پلازمېنه کې ګډ وډي ايجاد کړي.

د دغه هېواد د عدليې وزارت خبردارى ورکړى چې چارواکي د مظاهره چيانو د خورولو حق لري.

مظاهره چيانو د شنبې په ورځ شعارونه ورکول چې سرژ سرکسيان نه غواړو، دوى ويل چې د ډيالوګ لپاره د سرکسيان غوښتنه هم نه مني.

په همدې حال کې په پارلمان کې د اپوزسيون غړي نيکول پاشينيان د جمعې په ورځ وويل، د دوى مظاهرې به روانې وي.

نوموړي وویل:

"هو! هو! موږ به خپل اعتراض ته ادامه ورکړو چې په بشپړ ډول سوله ييز دى، موږ له پوليسو غوښتنه کوو چې سرژ سرکسيان دې نه ساتي، ځکه دوى د سرکسيان پوليس نه، بلکې د ارمنستان د جمهوريت د اوسېدونکو پوليس دي."

مظاهره چيانو د ارمنستان پر حکومتي سيسټم هم انتقاد کاوه چې سبب شوى، سرژ سرکسيان د ولسمشر په توګه تر ۱۰ کلنې واکمنۍ وروسته هم پر قدرت پاتې شي.

سرکسيان د شنبې په ورځ په يوه اعلاميه کې له نيکول پاشينيان هيله وکړه چې سياسي ډيالوګ ته کېني او دا کار بايد ژر تر ژره وشي.

د ارمنستان په دوهم لوى ښار ګيومري کې هم مظاهره چيانو اعتراضونه کړي دي.

په همدې حال کې د ارمنستان پوليسو د شنبې په ورځ په يوه اعلاميه کې خبردارى ورکړى چې د غيرقانوني تظاهراتو د تنظيموونکو غيرقانوني چلند به هېڅ ونه زغمي.

XS
SM
MD
LG