د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۶

سعودي چمتو ده چې د نړیوال ائتلاف په چوکاټ کې سوريې ته خپل سرتېري واستوي


د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، که په سوریه کې د نړیوال ائتلاف د پراخېدو پرېکړه وشي، نو هېواد يې چمتو دی چې سوريې ته خپل سرتېري واستوي.

عادل‌الجبیر چې پرون سې شنبه‌يې په ریاض کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوترش سره ګډې خبري غونډې ته څرګندونې کولې وویل، موږ په سوریه کې د شخړې له پیل راهیسې دغه هېواد ته د خپلو ځواکونو د استولو په اړه له امریکا سره خبرې کولې.

نوموړي وویل، د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما له ادارې سره‌يې هم سوريې ته د سعودي ځواکونو د لېږلو موضوع مطرح کړې وه.

تر دې وړاندې وال‎سټریت ژورنال ورځپاڼې خبر ورکړی و چې ولسمشر ډونالد ټرمپ هڅه کوي چې د عرب هېوادونو یو ګډ ځواک برابر کړي چې په سوریه کې د امریکايي سرتېرو ځای ونیسي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر

عادل‎الجبیر په‎دې اړه وویل چې په‎دې هکله بحثونه روان دي چې څه ډول یو ځواک او له کوم ځایه برابر شي چې په سوریه کې پاتې شي.

دا په‎داسې حال کې ده چې سپینه ماڼۍ وايي، ولسمشر ډونالد ټرمپ غواړي له سوريې نه امریکايي سرتېري وباسي، خو امریکايي مقاماتو په‎دې اړه تر اوسه کومه نېټه نه‎ده په ډاګه کړې.

سوريې ته د سعودي ځواکونو د استولو موضوع په داسې وخت کې یاده شوې ده چې امریکا، بریتانيا او فرانسې د روانې اوونۍ په سر کې پر سوريې راکټي بریدونه وکړل.

دا بریدونه په سوریه کې د کیمیاوي وسلې د استعمال تر ادعاوو وروسته د ولسمشر ډونالد ټرمپ په امر وشول، خو د سوريې حکومت او متحد يې مسکو په کیمیاوي برید کې لاس لرل په کلکه ردوي.

د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د امریکا، بریتانيا او فرانسې تر بریدونو دمخه ویلي و، سعودي د امریکا د یوه اساسي متحد په توګه چمتو دی چې د سوريې پر ضد پوځي اقدام کې ونډه واخلي.

XS
SM
MD
LG