د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی د جان نېکلسن د څرګندونو د هرکلي تر څنګ وايي، که امریکا او نړیواله ټولنه په پاکستان ډيپلوماتیک او نور بېلابېل فشارونه زیات کړي، ممکن دغه اقدام د افغانستان د سولې له بهیر سره مرسته وکړي.
دا پلاوی له امریکا غواړي چې په پاکستان دې د ډيپلوماتیک فشار تر څنګ په دغه هېواد اقتصادي بندیزونه ولګوي او په پاکستان کې د افغان حکومت د وسلهوالو پټنځایونه په نښه کړي.
د دغې جرګې دوهم منشي عرفانالله عرفان د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وري ۲۸» ازادي راډیو ته وویل، دغه فشارونه کولای شي پاکستان د افغان سولې مرستې ته اړ کړي.
دی وايي:
"که په پاکستان او وسلهوالو طالبانو د امریکا فشارونه نور هم زیات شي او دوی سولې ته وهڅوي دا د منلو وړ ده، د دغو فشارونو په لړ کې دې په افغانستان او پاکستان کې د وسلهوالو پټنځایونه په نښه شي او که په رښتیني ډول په پاکستان ډيپلوماتيک او اقتصادي فشارونه زیات شي، مثبتې پایلې به ولري."
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جان نېکلسن تېره ورځ په کندهار کې د څرګندونو پر مهال وویل، پر پاکستان خپل فشارونه زیاتوي چې د سولې له بهیر سره مرسته وکړي.
دی وايي:
"لکه څنګه چې تاسو د سولې غږ پورته کوئ، باید فشار هم ادامه پیدا کړي. دا فشار به ډیپلوماتیک، ټولنیز او پوځي فشار وي. ډیپلوماتیک فشار هغه دی چې موږ باید په پاکستان فشار واچوو چې د افغانستان د سولې په پروسه کې مرسته وکړي."
دا پهداسې حال کې ده چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د فبرورۍ میاشت کې د کابل پروسې په دوهم پړاو ناسته کې ویلي چې له طالبانو سره له قید او شرط پرته خبرو ته حاضر دی.
د ښاغلي غني په خبره، که طالبان سولې ته حاضر شي، حکومت چمتو دی چې دغه ډله د یوه سیاسي اړخ په توګه ومني.
طالبانو په رسمي توګه تر اوسه د افغان حکومت د سولې وړاندیز ته نه هم د رد او نه هم د تأیید ځواب ورکړی.
بلخوا د افغانستان د سولې عالي شورا پر پاکستان د امریکا د فشارونو د هرکلي تر څنګ، ټینګار کوي که پاکستان د افغانستان له سولې سره مرسته نهکوي، نو لږ تر لږه دې دغه پروسه نهاخلالوي.
د دغې شورا ویاند احسانالله طاهري په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:
"له پاکستانه مو غوښتنه دا ده چې د یو نېک ګاونډي په توګه د افغانستان د سولې له پروسې سره همکاري او ملاتړ وکړي، له بده مرغه تر اوسهیې دا کار نهدی کړی او له افغانستان سره نېک ګاونډی هم نهدی پاتې شوی، که پاکستان همکاري کوي ښه او که همکاري نهکوي، لږ تر لږه باید اخلال هم ونهکړي."
د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي په وار وار ویلي، له بل هر چا یې زیاته د افغانستان له سولې سره مرسته کړې او پاکستان لېواله دی چې په افغانستان کې سوله راشي.
په ورته وخت کې د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشا رئیس محمد اکرام خپلواک د شنبې په ورځ د ولسي جرګې په استماعیه غونډه کې ویلي و چې د وسلهوالو طالبانو ترمنځ د بینالافغاني مذاکراتو د پيل لپاره جدي خبرې روانې دي.
ښاغلي خپلواک دا هم ویلي که وسلهوال طالبان په درې میاشتو کې د سولې خبروته چمتو نهشي، دوهم او حتی درېیم پلان هم په پام کې نیول شوی.
- خو دا چې دغه پلانونه څه دي؟
محمد اکرام خپلواکیې په اړه زیات معلومات نهدي ورکړي.
راپور: رحمتالله افغان