د امريکا متحدو ايالتونو له نورو متحدانو لکه فرانسې او بريتانيا سره په ګډه نن سهار وختي پر سوريې هوايي حملې پيل کړې.
دغه حملې د سوريې له خوا د کيمياوي حملې په ځواب کې پيل شوې چې تېره اوونۍ يې په نتيجه کې په لسګونو کسان ووژل شول.
د روسيې ولسمشر د امريکا په رهبرۍ د سوريې په وړاندې پوځي اقدام غندلى او د يوه خپلواک دولت په وړاندې يې «د يرغل عمل» بللى دى.
تاس او انټرفاکس خبري اژانسونو د ویلاديمير پوتين په حواله راپور ورکړى چې ويلي يې دي، روسيه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د يوې اضطراري غونډې غوښتنه کوي.
پوتين ويلي چې پر سوريې حمله د نړيوالو اړيکو پر ټول سيسټم «ويجاړوونکى اغېز» کوي.
بلخوا د ايراني رسنيو د راپور له مخې، د ايران د بهرنيو چارو وزارت د سوريې په وړاندې پوځي اقدام په کلکه غندلى دى.
د دغه هېواد لوى مذهبي مشر ايت الله علي خامنه اي ويلي چې دغه نظامي اقدام يو جنايت دى چې هېڅ لاسته راوړنه به ونه لري.
د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره شپه له سپينې ماڼۍ په وينا کې د دغه پوځي اقدام امر صادر کړ:
"نن شپه مو د اقداماتو هدف د کيمياوي وسلو د توليد، پراختيا او کارونې په وړاندې د مخنيوي قوي اقدام دى."
ټرمپ وویل چې دغه حملې د اسد د رژیم لخوا د اپرېل پر اوومه په دوما ښار کې د زهرجنو ګازو د حملې په عکس العمل کې کېږي.
د راپورونو له مخې په هغه حمله کې چې پر دوما ښار شوې وه، لږ تر لږه ۴٣ ملکيان وژل شوي وو.
د امریکا متحده ایالاتو ويلي چې دغه حمله د اسد رژیم تر سره کړې ده، خو دمشق وايي، له کيمياوي وسلو يې کار نه دى اخيستى.
د امریکا ولسمشر د سوريې د رژيم له دوو متحدانو روسیې او ایران غوښتنه وکړه چې د بشار الاسد د هغه رژیم له ملاتړه لاس واخلي چې ده قاتل او وحشتناک وباله.
بلخوا د امريکا د ګډو ځواکونو لوى درستيز جنرال جوزيف ډانفورد ويلي چې د دغو حملو اصلي هدف د سوريې په لوېديځ کې هغه ساحې دي چې د کيمياوي وسلو د تحقيقاتو او د توليد لپاره ورڅخه کار اخيستل کېږي.
ډانفورد وويل، په اوله حمله کې يو تحقيقاتي مرکز په نښه شوى دى.
د ده په وينا دا د سوريې د کيمياوي او بيالوژيکي وسلو د پروګرام مرکز و.
د ګډو ځواکونو لوى درستيز زياته کړه، په دوو نورو حملو کې د حمص په لوېديځ کې د کيمياوي وسلو د ساتنې تاسيسات ويشتل شوي دي.
د سوریې ټلوېزیون خبر ورکړ چې د سوریې د هوايي دفاع ځواکونو دغو حملو ته ځواب ويلى دى.
د سوريې پوځ وايي چې ١٣ راکټونه يې ويشتلي دي.
د روسيې دفاع وزارت وايي، په دغو حملو کې په سوريه کې د دوى پوځي اډو ته څېرمه ساحې نه دي په نښه شوي.