د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۷ وږی ۱۳۹۷ کابل ۰۹:۳۳

د ترکیې د خصوصي سکټور یو ۲۵ کسیز پلاوی سبا کابل ته راځي


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، ټاکل شوې چې د ترکیې د خصوصي سکټور یو ۲۵ کسیز پلاوی سبا یکشنبه کابل ته راشي.

د یادې خونې ویاند صیام الدین پسرلي نن شنبه ازادي راډيو ته وویل، ټاکل شوې چې د ترکيې د سوداګرو دا پلاوی به له افغان سوداګرو سره په بېلابېلو سوداګریزو موضوعاتو وغږېږي.

ښاغلی پسرلی تمه ښيي چې د دغو سوداګرو په سفر سره به د افغانستان او ترکیې تر منځ د خصوصي سکټور په برخه کې همکاري پیاوړې او سوداګري به ډېره شي.

د دغې خونې د معلوماتو له مخې، ترکيي ته د افغانستان د صادراتو کلنۍ اندازه شااوخوا سل ميلیونه ډالرو او د وارداتو کلنۍ اندازه، ۳۳ ميلیونه ډالرو ته رسېږي.

XS
SM
MD
LG