د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۵

نامشخص حکومت پلوي ځواکونه څوک دي؟


د ملکي وګړو تلفات هغه موضوع ده چې د افغانستان جګړې ته یې یوه نوې بڼه ورکړې ده.

ملګري ملتونه او ځینې نورې کورنۍ او بهرنۍ ټولنې هرکال یا حتی کله ناکله په کال کې څو ځلې د افغانستان په جګړه کې د ملکي تلفاتو ارقام خپروي.

«نامشخص حکومت پلوي ځواکونه» هغه عبارت دی چې د ملکي تلفاتو په اړه د یوناما په وروستي راپور کې څو ځلې یاد شوی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یوناما په دې راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ خپور شو ویلي چې د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې ۷۶۳ ملکي افغانان وژل شوي دي او ۱۴۹۵ نور ټپیان دي.

د یوناما راپور د وسله والو مخالفینو حملې د اکثریت ملکي تلفاتو علت بولي او وايي، په تېرو ۳ میاشتو کې په دې حملو کې د ملکي تلفاتو شمېر د تېرکال د همدې مودې په پرتله په سلو کې شپږ زیات شوی خو برعکس د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د ملکي تلفاتو شمېر په سلو کې ۱۳ کم شوی.

خو یوناما له دې سره سره وايي، د ۲۰۱۸ کال په لومړۍ ربع کې ۱۷۶ ملکي افغانان د حکومت او حکومت پلوو ځواکونو په حملو کې وژل شوي او ۲۳۱ نور ټپیان دي چې د ټولو ملکي تلفاتو په سلو کې ۱۸ جوړوي.

په کندز کې د تېرې هوايي حملې د قربانیانو خولۍ.
په کندز کې د تېرې هوايي حملې د قربانیانو خولۍ.

له دې شمېرې، په سلو کې ۱۱ د ملي دولتي ځواکونو، په سلو کې ۲ د نړیوالو ځواکونو، په سلو کې ۴ د هغو ډلو له خوا چې نامشخص حکومت پلوي ځواکونه بلل شوي او په سلو کې یو د حکومت پلوو ملېشو له خوا مړه او ټپیان شوي.

د یوناما د راپور له مخې د ۲۰۱۸ کال په لومړیو دریو میاشتو کې په هوايي حملو کې د ملکي تلفاتو شمېر ۱۴۲ کسانو ته رسېږي چې په سلو کې ۳۵ یې د افغان هوايي ځواک، په سلو کې ۳۵ یې د نړیوالو ځواکونو په هوايي حملو او پاتې دېرش په سلو کې د نامشخصو ځواکونو په هوايي حملو کې مړه او ټپیان شوي.

دا نامشخص ځواکونه چې د ټولو ملکي تلفاتو په سلو کې د ۴ او د هوايي حملو کې په سلو کې د دېرشو تلفاتو مسؤل بلل شوي دي څوک دي؟

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د یوناما د راپور په اړه به له خپلې خوا هم څېړنې وکړي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال محمد رادمنش آزادي راډیو ته وویل چې یوازې د کندز د دشت ارچي ولسوالۍ پېښه باید د ټولو عملیاتو معیار ونه ګرځول شي.

ښاغلی رادمنش وايي، افغان پوځ او هوايي ځواک خپل عملیات په خورا دقت کوي څو ملکي خلک زیانمن نشي:

محمد رادمنش
محمد رادمنش

"موږ بیاهم هڅه کوو په دې اړه تحقیقات وکړو چې واقعیت څه دی، موږ تر وسې وسې هڅه کوو چې ملکي تلفات کم وي یا بیخي صفر ته ورسېږي، خو د یوناما د دې څیړنې په اړه بیاهم باید په ډېر دقت سره غور وکړو څو وکولای شو حقیقي مسایل له خلکو سره شریک کړو."

یوناما د «نامشخصو وسله والو» د عبارت په اړه چې په وروستي راپور کې یې یادونه شوې د وضاحت لپاره د آزادي راډیو پوښتنې ته ځواب ونه وایه خو یوه خبره روښانه ده چې د افغانستان په جګړه کې پر ګڼو نورو ډلو سربېره هغه ډلې ونډه لري چې هم په حکومت کې شاملې دي او هم زرګونه خپلسري وسله وال لري او ښايي یو دلیل چې ډېری کارپوهان د افغانستان جګړه پېچلي بولي همدا وي.

XS
SM
MD
LG