د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۷

دفاع وزارت: ملي اردو او کمانډو ځواکونه په ورځني ډول ۶۵ عملیات ترسره کوي


د افغانستان دفاع وزارت وايي، د ملي اردو روانو پسرلنیو تهاجمي عملیاتو ښه نتیجه ورکړې ده.

دا وزارت زیاتوي چې اوس‎مهال په ۱۰ ولایتونو کې چېرته چې د دولت د وسله‎والو مخالفینو فعالیتونه او ګواښونه زیات دي، د نصرت په نوم پراخ تهاجمي عملیات روان دي.

د دفاع وزارت د ویاند دفتر سرپرست جنرال محمد رادمنش تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، ملي اردو او کمانډو ځواکونه په ورځني ډول ۶۵ عملیات ترسره کوي چې ناامنه او له ګواښ سره مخ سیمې په بشپړه توګه تصفیه کړي.

د دفاع وزارت د ویاند دفتر سرپرست جنرال محمد رادمنش
د دفاع وزارت د ویاند دفتر سرپرست جنرال محمد رادمنش

دی وايي:

"دا عملیات په بدخشان، فاریاب، جوزجان، بادغیس، فراه، هلمند، ارزګان، غزني، خوست او ننګرهار کې په بریالیتوب دوام لري. موږ وتوانېدو هغه پټن‎ځایونه له‎منځه یوسو چې دښمن په‎کې وسلې او مهمات ځای پر ځای کړي وو. ډېر ترورېستان هم وژل شوي دي. دا مهال په‎دې ۱۰ ولایتونو کې ۱۵ عملیات روان دي."

ښاغلي رادمنش وویل، د نصرت عملیاتو په دوهم پړاو کې به د راتلونکو پارلماني انتخاباتو لپاره د امنیتي تدابیر د نیولو په خاطر تهاجمي عملیات ترسره کېږي او په درېیمه مرحله کې به د افغان ځواکونو په بیا اکمالاتو او د نویو عملیاتو پر پلانونو کار کېږي.

دفاع وزارت وايي، ملي اردو لا هم د هوايي ځواک او میزایلو په برخه کې د متحده ایالاتو مرستې ته اړتیا لري او تمه ده چې د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ افغان هوايي ځواکونه پر خپلو پښو ودرېږي.

د ملي اردو روانو پسرلنیو تهاجمي عملیاتو ښه نتیجه ورکړې.

په همدې حال کې د ولسي جرګې د دفاعي چارو کمېسیون وايي، امریکا او ناټو باید له ترورېزم سره د مبارزې او د افغانستان په جګړه کې د بریالیتوب لپاره افغان امنیتي ځواکونه لا ښه تجهیز او وروزي.

بل لور ته په افغانستان کې مېشتو امریکايي ځواکونو د افغان دولت پر وسله‎والو مخالفینو هوايي بریدونه زیات کړي او په‎دې وروستیو کې يې د وسله‎والو د تمویل د سرچینو د له‎منځه وړلو په هدف په فراه او نیمروز ولایتونو کې په طالبانو پورې اړوند د نشه‌يي موادو ۱۱ کارخانې په نښه کړې دي.

XS
SM
MD
LG