د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۶

ولسي جرګه: په امنیتي ارګانونو کې د تبعیض له مخې ګمارنې د منلو نه‌دي


د افغانستان ولسي جرګه وايي، په امنیتي ارګانونو او په تېره په دفاع او کورنیو چارو وزارتونو کې چې هر ډول ګمارنې د تبعیض او سلیقو له مخې وي، د منلو نه‌دي.

په دولتي بنسټونو کې د تبعیض له مخې د خلکو د ګمارلو پر وړاندې د ولسي جرګې د غړو د غږ پورته کول، هغه موضوع ده چې ولسي جرګه‌یې مطرح کوي.

د افغانستان ولسي جرګه ټینګار کوي چې افغان حکومت په دې کار ټولنیز عدالت تر پښو لاندې کړی او د سلیقو او ژبې پر اساس د خلکو ګمارل، له هغو ځوانانو سره جفا ده چې د لوړو زده‌کړو سندونه په لاس کې لري او بې‌سرنوشته ګرځي.

د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وري ۲۰» د جرګې په عمومي غونډه کې ټینګار وکړ چې د دغې ستونزې په اړه باید د کورنیو چارو او دفاع وزارتونه ځواب ووايي.

د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي
د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي

نوموړي وویل:

"ګمارل او د پوځي او ملکي کانکور نتایج یو ظلم دی د ملت په حق کې، په تېره د هزاره، ازبک او یا د پښتون قوم په حق کې، دا د منلو نه‌دي، کوم چې یو تریخ واقعیت دی، اساسي قانون صراحت لري چې په یوه ډموکراتیک نظام کې عدالت یو اصل دی، خو دا چې حکومت دغه اصل په پام کې نه‌نیسي، د ملت په حق کې جفا ده او پر وړاندې یې باید تصمیم ونیسو."

په دولتي بنسټونو کې د سلیقوي ګمارنو له امله د ځوانانو د بې‌سرنوشتۍ خبرې په داسې حال کې کېږي چې په دې وروستیو کې د ۴۲ دولتي بنسټونو لپاره د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمېسیون له‌خوا ۱۷۰۰۰ خالي بستونه اعلان شوي دي.

اوس دغه کمېسیون وایي، له دغو مقتضیانو د ازموینې پروسه په شفافه توګه پر مخ تللې او وړ کسان د پوهې او توانایۍ له مخې په دولتي ارګانونو کې ګمارل کېږي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ټاکنو د بورډ رئيس نجیب امین ازادي راډیو ته وویل، دوی په پوځي بنسټونو کې د کسانو د ګمارلو په برخه کې مسؤلیت نه‌لري، خو په ملکي ادارو کې د کسانو د ګمارلو پروسه، په شفافه توګه په مخ بیول کېږي.

دی وایي:

"د سیالیو پروسه د ځوانانو د پوهې او وړتیا له مخې تنظیمېږي او د ټولو قومونو ځوانان په‌کې چانس لري چې په دې پروسه کې یې ګډون کړی، د استخدام دغه ټوله پروسه ماشیني ده او ازموینه ترې اخیستل کېږي، په دې پروسه کې د انسان د مداخلې کچه ډېره کمه شوې ده."

له دې سره سره په دې برخه کې د دفاع او کورنیو چارو پر وزارتونو انتقادونه کېږي.

د ولسي جرګې غړی جعفر مهدوي وايي، په دولتي ادارو کې ګمارنې، د قوم او ژبې پر اساس کېږي.

دا انتقادونه په داسې حال کې کېږي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني په دولتي ادارو کې د ګمارنو په اړه پر پوهې ټینګار کړی او ویلي يې دي چې هېڅ دولتي څوکۍ د یو قوم په ولکه کې نه‌ده.

د دفاع وزارت د ویندوی د دفتر سرپرست محمد رادمنش
د دفاع وزارت د ویندوی د دفتر سرپرست محمد رادمنش

په دې اړه د کورنیو چارو وزارت زموږ اړیکو ته ځواب ونه‌وایه، خو د دفاع وزارت د ویاند دفتر سرپرست محمد رادمنش په دې اړه داسې وویل:

"په دفاع وزارت کې ټاکنې د دغه وزارت د مشرتابه پلاوي او یوه کمېسیون په واسطه چې له ټولو قومونو جوړ شوی، کېږي. دفاع وزارت دغه مسئله په جدي توګه په پام کې لري، په دغه وزارت کې چې څه مهم دي، هغه دا دي چې کسان ټاکل کېږی چې باید لوړې زده‌کړې ولري، ښه سوق او اداره وکړای شي، موږ د ملي مشارکت په مسایلو کې په جدي توګه ژمن یوو."

له دې سره افغان دولت د کاري فرصتونو د برابرولو په هدف، په دولتي ادارو کې د قومي انډول په پام کې نیولو سره، ګمارنو ته لومړیتوب ورکوي.

خو ځیني ځوانان شته چې دغه خبرې له شعارونو پرته نور څه نه‌ګڼي او وايي، که دغه وضعیت دوام وکړي، د خلکو او حکومت ترمنځ به واټن رامنځته او ښې پایلې به ونه‌لري.

سجاد نومی یو ځوان چې په انجنیرۍ کې یې تحصیلات کړي او سند هم لري او درې کاله کېږي چې اوزګار ګرځي، وايي چې په دولتي ادارو کې ټاکنې او تغییر د شخصي سلیقو له مخې کېږي او دولت حکومتي څوکیو ته د کسانو په ګمارلو کې، د توانايۍ په پرتله، روابطو ته اهمیت ورکوي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG