د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲ غویی ۱۳۹۷ کابل ۰۳:۲۷

دفاع وزارت: په ارزګان کې ۴۵ وسله‌وال مخالفین وژل شوي


د افغانستان دفاع وزارت وايي، د افغان ګډو ځواکونو په عملیاتو کې د خاص ارزګان ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال مرستیال عبدالله په ګډون، ۴۵ تنه وسله‌وال ترهګر وژل شوي دي.

دغه وزارت نن دوشنبه په یو بیان کې وايي، په یادو عملیاتو کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۷ تنه ټپیان او ۲۵ نور نیول شوي دي.

دفاع وزارت وايي، دغه ګډ عملیات په ننګرهار، لوګر، خوست، کندهار، ارزګان، زابل، فراه، بادغیس، فاریاب او هلمند ولایتونو کې تر سره شوي دي.

خو وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

XS
SM
MD
LG