د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۸ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۰۲

بشري حقونه: په شاقه کارونو بوخت ۵۶ سلنه ماشومان له زده‌کړو محروم دي

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په هېواد کې په شاقه کارونو د ماشومانو د بوختیا په اړه، یو راپور خپور کړ چې د دغه کمېسیون په خبره د اندېښنې وړ دی.

د دغه کمېسیون رئیسې سیما سمر د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وري ۱۴» یوې خبري ناستې ته وویل چې په مرکز او ولایتونو کې ګڼ شمېر ماشومان شته چې په اوونۍ کې له ۳۵ ساعتونو نه زیات شاقه کارونه کوي چې حتی ځینې یې په ټوله ورځ کې یوازې دوه وخته ډوډۍ خوري.

نوموړې وايي، په شاقه کارونو د بوختیا له امله شااوخوا ۵۶ فیصده ماشومان له زده‌کړو بې برخې شوي دي.

سمر وویل چې دغه ماشومان په داسې کارونو بوخت دي چې له فزیکي توانه پورته دي.

سیما سمر
سیما سمر

نوموړې زیاته کړه:

"دغه کارګر ماشومان چې د خیاط، نانوای او ترکاڼ شاګردان دي او یا د قالینو په اوبدلو کې کار کوي، د ۸۰ فیصدو عمر يې شااوخوا ۱۲ کاله دی، د دوی څه باندې ۹۲ فیصده هلکان دي، درې فیصده‌یې معلولیت لري، ۹۰ فیصده‌یې په اوونۍ کې له ۳۵ ساعتونو نه زیات کار کوي او ۲۱ فیصده‌یې د کورنیو د پورونو په خاطر کار کوي."

سیما سمر د شوې سروې له مخې وايي، ۵۶ فیصده دغه ماشومان زده‌کړو ته وخت نه‌لري، ۶۱ ناوړه روغتیایي چاپېریال کې کار کوي، ۳۲ فیصدو زیان لیدلی، ۲،۴ فیصدو ویلي د کار پر مهال‌یې د بدن یو غړی پرې شوی دی، ۵۷ فیصده په شخصي پیسو خپله درملنه کوي او ۱۶ فیصده جنسي ځورېدلي دي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مسؤلینو وویل، دغه راپور يې له اړوندو دولتي ارګانونو سره شریک کړی چې د شته ستونزو هوارولو ته تدابیر ونیسي.

خو د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، د ماشومانو د شاقه کارونو د کمولو لپاره پلانونه لري او په لږه موده کې به پلي شي.

افغان ماشوم
افغان ماشوم

د دغه وزارت ویاند روح‌الله احمدزي ازادي راډیو ته وویل:

"د دې لپاره د کار او ټولنیزو چارو وزارت ښه پروګرامونه لري، یو یې د کار د ملي کنفرانس جوړېدل چې په نږدې ورځو کې به دایر شي، اصلي موضوع‌يې له شاقه کارونو نه د ماشومانو خلاصون دی، دغه کنفرانس به د ماشومانو د شاقه کارونو کچه ډېره ټیټه کړي."

ښاغلي احمدزي دا هم وویل چې په هېواد کې اقتصادي ستونزو او د کار نشتوالي، د کورنیو پر وضعیت ناوړه اغېز کړی، خو حکومت د دغې ستونزې د کمولو لپاره د هېواد له خصوصي سکټور او نورو هېوادونو سره اړیکې ټینګې کړې دي.

راپور: خان محمد سیند

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG