د ارزګان ځوانان وايي، نور به خپل راتلونکی نسل دې ته پرې نهږدي چې نالوستي يې ټولنې ته وړاندې کړي.
د ځوانانو پارلمان کې د ارزګان د ځوانانو غړي نصیبالله وطنوال د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې ارزګان کې په سلو کې ۸۰ سلنه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي او د ښې راتلونکې لپارهيې هېڅ اقدامات نهدي شوي بلکې زیاتيې له زدهکړې بېبرخې دي.
ښاغلي وطنوال زیاته کړه:
"زما له مرکزي ادارې غوښتنه دا ده چې باید د پوهنې وزارت د ماشومانو د حقونو د ساتنې لپاره ځانګړی معینیت جوړ کړي، بیا که هغه نهوي نو غیر دولتي مؤسسات خو باید د ماشومانو لپاره یو څه وکړي."
له دې سره یو شمېر هغه کسان چې په خپلو کم عمره ماشومانو شاقه کارونه کوي او زدهکړې تهيې نهپرېږدي وايي، دا هر څه له مجبورۍ کوي او په خبرهیې که دولت ورته د کار زمینه برابره کړي نو دوی به خپل بچیان ښوونځیو ته واستوي.
دوی له دولته غوښتنه وکړه چې د ماشومانو راتلونکي ته دې پام وکړي.
د ارزګان ولایت یو شمېر کسانو ازادي راډیو ته وویل:
"نوم مې حفیظ الله، د بزګرۍ کار کوم، درې زامن مې هم له ما سره بوخت دي، ښوونځي تهيې نهپرېږدم ځکه چې زه یوازې کار نهشم کولای."
"حاجي وليداد یم، په خپلو ۴ زامنو ښار کې پلاسټیکونه او خاشاک ټولوم."
په ورته وخت کې د ارزګان ولایتي اداره هم په دې اړه اندېښنه ښيي چې دې ولایت کې د ماشومانو حقوق له پامه غورځول شوي.
د ارزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب ازادي راډیو ته وویل چې په دې ولایت کې له ۲۰۱۱ میلادي کال راپه دېخوا د ماشومانو د حقونو د ساتنې برخه کې هېڅ ډول اداره فعالیت نهلري او په وینا يې چې دا له ارزګاني ماشومانو سره د مرکزي ادارې لهخوا د مور او میرې چلند دی.
نوموړی وايي چې د ماشومانو د حقونو خونديتوب زموږ وظیفه ده او پر دې موضوع مو له مرکزي ادارې او غیر دولتي مؤسساتو سره خبرې کړي خو هغوی يې په اړه یوازې ژمنې کړي.
ښاغلی نایاب وايي:
"د ارزګان ولایتي اداره تل دا هڅه کوي څو په دغه ولایت کې د خلکو او ماشومانو راتلونکی روښانه کړي، زما له خلکو هم غوښتنه دا ده چې د خپلو ماشومانو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي."
له دې ټولو سره-سره افغانستان کې "HWHO" مؤسسې مسؤلین وايي چې موږ پلان لرو څو په راتلونکي زېږديز کال کې په ټول افغانستان کې د ماشومانو د حقونو خوندیتوب لپاره ادارې پرانيزي.
راپور: شریفالله شرافت