د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۷

د بغلان په نهرين کې ګڼ ماشومان د کانونو په سپړلو بوخت دي


د بغلان ولايت په نهرين ولسوالۍ کې ګڼ ماشومان د کانونو په سپړلو بوخت دي.

د نهرين ولسوال وايي د دې ولسوالۍ په کانونو کې تر ١٨ کلن کم عمره ماشومان هم درانه کارونه کوي.

په کابل کې چارواکي وايي د موضوع د څېړلو لپاره يې سيمې ته يو هيئت لېږلى دى.

پنځلس کلن خان محمد د بېوزلۍ له کبله مجبوره شوى د ښوونځي پر ځاى د ډبرو د سکرو د کان په سپړلو کې برخه واخلي.

"مکتب مې پرېښى، څومره بد مې کړي دي."

خان محمد د نهرين ولسوالۍ په يوه کان کې دوه سوه متره ژور سخت کار کوي او وايي ورځنى عايد يې د ورځې اته سوه افغانۍ دى.

د ده په څېر په لسګونو نور ماشومان هم د نهرين د ډبرو سکرو په کانونو کې شاقه کارونه کوي.

ځينې ماشومان له خپلو کورنيو لېرې په ساعتونو په دغو کانونو کې په کار بوخت دي. لکه دغه ماشوم:

"د ورځې ١٢ يا ١٣ ساعته کار کوم، ښوونځي ته نه ځم."

سيد عَبير بل کان کيندونکى دى چې وايي له مجبورۍ په کان کې کار کوي:

"هېڅ کار نه شته، که ايران يا ترکيې ته لاړ شم، ډوبېږم، دلته کار کوم."

سيد عبير بختور دى چې د کار تر څنګ درس هم وايي، خو دى نيمه شپه د کار لپاره کان ته ځي او سهار وختي ښوونځي ته، خو د شپې له خوا کار له خطر نه خالي نه دى.

د بشري حقونو خپلواک کمېسيون وايي، له دغو کارګرو ماشومانو د ناوړه جنسي استفادې خطر هم شته.

د دغه کمېسيون اجرائيه رئيس محمد موسى محمودي دا خبره ازادي راډيو ته وکړه:

"کله چې په کانونو کې سمه څارنه نه وي، ښايي له ماشومانو ناوړه جنسي استفاده وشي چې د ماشومانو د شخصيت پر وده ناوړه اغېز کوي او زيان لري، کله چې موږ د بچه بازۍ د منفورې پديدې په باب په ملي کچه څېړنه وکړه، په زياتو مواردو کې نېستمن ماشومان د تاوتريخوالي له خطر سره مخامخ وو، په ځينو مواردو کې له دوى جنسي سو استفاده هم شوې ده."

خو د نهرين ولسوال فضل الدين مرادي وايي هاشمي ګروپ د دې ولسوالۍ د کانونو د سمبالولو او راسپړلو مسووليت لري.

د کانونو او پټروليم وزارت د درې کاله مخکې اعلاميې له مخې، د دغه وزارت او هاشمي ګروپ د شرکت ترمنځ د لسو کلونو لپاره د نهرين ولسوالۍ د کانونو د سپړلو تړون لاسليک شوى دى.

په همدې حال کې په نهرين کې د هاشمي ګروپ د شرکت يوه مسوول محمد امان وويل، دوى په معياري بڼه کانونه سپړي:

"دا د شين درې درېيم نمبر سمڅه يا صوف دى چې تازه کيندل شوى دى، له ١٨٠ تر ١٩٠ مترو پورې طول يې دى، په ښه او معياري ډول ټينګ کړاى شوى دى د هوا لپاره پکه لري، د خونديتوب وسايل لکه د حرات سنجولو اله او نور شيان هم لري، درې- څلور انجنيران دا کارونه پرمخ بيايي."

د کار د قانون د ١٣مې مادې له مخې، تر ١٨ کلن کم عمره ماشومان له کار څخه منع شوي دي.

په هغو عکسونو کې چې د ازادۍ راډيو خبريال له سيمې رالېږلي، د شين درې په کان کې د نورو ماشومانو تر څنګ ١٥ کلن خان محمد هم په کار بوخت دى.

خو د هاشمي ګروپ د شرکت مسوول محمد امان وايي، د دوى په دې اړوند کان کې کم عمره ماشومان کار نه کوي:

"له ١٠ تر ٢٠ پورې کسان دلته کار کوي، يو تن له ١٧ څخه تر ١٨ کلونو پورې عمر لري، دلته کم عمره ماشومان کار نه کوي."

خو د نهرين ولسوال، فضل الدين مرادي تاييد کړه چې د دې ولسوالۍ په کانونو کې د افغانستان د کار له قانون نه سرغړونه شوې ده:

"دوى د هغه کلي ماشومان دي او د کان په شا و خوا کې ژوند کوي، دوى د ١٥ او ١٦ کلونو ترمنځ عمرونه لري، دوى تر دې کشران نه دي، د کانونو په سپړلو کې له دغو ماشومانو استفاده قانوني نه ده، خو دغه ماشومان د اقتصادي ستونزو له کبله کانونه سپړي، هڅه کوو د پروژو په مرسته خلکو ته د کار زمينه برابره کړو چې د دغو ماشومانو د درانه کار مخه ونيول شي."

له کانونو په غيرمسلکي ډول ګټه اخيستنه بله ستونزه ګڼل کېږي چې د کان کيندونکو ژوند په خطر کې اچولاى شي.

د سيمې يوه ارباب ازادي راديو ته وويل چې په تېرو وختونو کې د نهرين ولسوالۍ په کانونو کې د ماشومانو په ګډون د کارکوونکو تلفات زيات وو.

خو د هاشمي ګروپ د شرکت استازى محمد امان ډاډمن دى چې د دوى په اړوندو کانونو کې د کار پرمختللي وسايل کارول کېږي.

د افغانستان د کانونو او پټروليم وزارت په کانونو کې د ماشومانو د کار مخنيوى خپله اساسي دنده ګڼي.

خو دغه وزارت ظاهراً په نهرين ولسوالۍ کې د کم عمره ماشومانو په کار خبر نه دى.

د دغه وزارت وياند محى الدين نوري مو وپوښت:

"د کانونو او پټروليم وزارت هيئت او کاري ډله د دې قضيې د څېړلو لپاره سيمې ته لېږل شوې ده، که چېرې ثابته شي چې د نهرين ولسوالۍ د کانونو په سپړلو کې له ماشومانو ګټه اخيستل کېږي، طبيعي ده چې د افغانستان د قوانينو په چوکاټ کې دا قضيه د قانون نافذوونکو نهادونو ته سپارو او تمه لرو چې ستاسو له راپور نه د دې قضيې په بررسۍ کې ښه استفاده وکړو."

د افغانستان د کار او ټولنيزو چارو،شهيدانو معلولينو وزارت په پام کې لري، په دې باب څېړنه وکړي.

د دغه وزارت معين واصل نور مهمند ازادي راډيو ته وويل دوى جديت ښيي:

"زه دا موضوع ډېر ژر بررسي کوم او د بغلان ولايت د کار او ټولنيزو چارو رئيس دنده لري چې ژر لاړ شي او دغه کانونه له نژدې وګوري او څېړنه وکړي وروسته موږ ته راپور راکړي، وروسته د کانونو او پټروليم وزارت له چارواکو سره په تماس کې کېږو څو هغه کم عمره ماشومان چې په کانونو کې کارونه کوي بېرته د هغوى له کورنيو سره يوځاى شي او مسوولين د هغوى پرځاى مشران وګماري."

ښاغلى مهمند په دې باور دى چې يوازېنۍ ستونزه په افغانستان کې د قانون نه عملي کېدل دي.

که څه هم افغان چارواکي ډاډ ښيي چې په ماشومانو د درنو کارونو مخه نيسي، خو څرګنده نه ده چې د ١٥کلن خان محمد په څېر د نورو ماشومانو برخليک به څه کېږي؟

افغان دولت درې کاله مخکې ويلي وو، د افغانستان په بېلابېلو برخو کې ١٤٠٠ داسې سيمې مشخصې شوي، چې ښايي بېلابېل کانونه په کې وي.

XS
SM
MD
LG