په افغانستان کې یو شمېر مدني ټولنو یو وار بیا د سړکونو پر سر د ماشومانود بد وضعیت په اړه اندیښنه څرګنده کړه.
دوي د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، چې اوس هم له اتلس کلنې څخه زرګونه کم عمره ماشومان شاقه کارونه کوي.
د مدني ټولنو بنستونه وايي، د سړکونو پر سرله ماشومانو څخه ناوړه ګته اخیستنه هغه څه دی چې باید افغان دولت ورته جدي پاملرنه وکړي.
په افغانستان کې د مدني ټولنو بنسټونه پرسړکونو د کارکوونکو ماشومانو خراب وضعیت د افغان حکومت او نړېوالې ټولنې لپاره جدي ګواښ بولي.
د یادو بنسټونو مسولین وايي، که څه هم په تیرو یولسو کلونو کې د ماشومانو د حقونو د خوندي کولو لپاره په میلیونونه ډالر لګول شوی خو بیا هم افغان ماشومان په بد حال کې دي.
د دهکده صلح په نوم د یوه سازمان مشراحمدشاه ستانکزي د چهارشنبې په ورځ په کابل کې یوې غونډې ته وویل، چې هره ورځ له ماشومان څخه په پارکونو، هوټلونو او په مستري خانو کې ناوړه استفاده کیږي.
"یوه ناوړه استفاده دا ده، چې د شرکتونو او دوکانونو مالکان ماشومان ته ډیر کم مزد ورکوي ، بله ناوړه استفاده چې له د ماشومان څخه د مخدره توکود قاچق لپاره ایران او پاکستان ته ورڅخه ګټه اخیستل کیږي او بل داچې وروسته له کار څخه د ماشومانو پر وړاندې جنسي تیري کیږي."
ښاغلي ستانکزی وايي، چې د ماشومانو د حقوقو دخوندي کولو لپاره ۳۰ ملي او نړیوال قوانین موجود دي خو هیڅ یو هم تراوسه سم نه دي عملي شوي.
کوم ارقام چې یونسف او د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون مدنې ټولنو ته ورکړي ښیې چې اوس مهال په دې هیواد کې دوه میلیونه ماشومان پر شافه کارونو مصروف دي.
همدا راز په هېواد کې له ۵ میلیونو ماشومانو څخه درې میلیونه یې نجونې دي چې له ښوونځي څخه محرومې دي.
د مدني ټولنې مسولین وايي، چې تر ډیره حده ماشومان د سړکونو پر سر د پولیسو، ترافیکو او عامو خلکو له خوا ځورول کیږي.
دا لومړی ځل نه دي چې؛ د ماشومانو د خراب وضعیت په اړه د مدني ټولنو بنستونو اندیښنه ښیی بلکې له دې وړاندې هم په افغانستان کې د ماشومانو د خراب وضعیت په اړه ډیر راپورونه خپاره شوي دي.
په عین وخت کې یو شمېر ماشومانو چې د مدني ټولنې په غونډه کې یې حضور درلود رسنیو ته وویل، چې د کار په جریان کې د پولیسو له خوا ورسره ناسم چلند کیږي:
"ترافیک موږ د سړک پر سر نه پریښودي چې موټرونه پریمینځو ،پولیس هم موږ وهي که چېرې رشوت ورکړو کارته مو پریږدي او که یې ور نکړو نو بیا د کار اجازه نه را کوی.
زما نوم میرویس دی زه موټر شویي لرم، کوم موږ موټرونه مینځواو کله چې له خلکو څخه له دیرشو افغانیو د زیاتو پیسو غوښتنه کوو بیا موږ ته پیسې نه راکوي او سپکې سپورې وايي."
له ماشومانو سره د ناسم چلند په اړه په داسې حال کې اندیښنې پورته کیږي چې؛ تیره اوونۍ شپږ تنه ماشومان د بغلان په دوشي ولسوالۍ کې د پولیسو له خوا ووژل شول.
د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته وویل چې؛ تمه کوي له هغو اتو پولیسو سره چې د دغو وژنو په تور لویې څارنوالۍ ته ورپیژندل شوي، قانوني چلند وشي.
د بشري حقونو فعالین وایي، چې له تیرو څو کلونو راهیسې که څه هم د ماشومانو د حقونو د ملاتړ په نوم ادارې په افغانستان کې کار کوي خو کتوونکي وايي، چې د ماشومانو په برخه کې لکه څنګه چې لازمه وه کار نه دی شوی.
د افغانستان د کار او ټولنېزو چارو وزارت وايي چې؛ پر سړکونو د شاقه کارکوونکو ماشومانو د را ټولولو لپاره ډیر پروګرامونه لري چې؛ یو د بل پسې به یې عملي کړي.
مرضیه احمدزۍ