د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۷

اجرائیه ریاست: د انتخاباتو د نېټې ځنډول د انتخاباتو د کمېسیون کار دی


د افغانستان حکومت وايي، د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو د ترسره کېدو په نېټه کې د ځنډ پرېکړه د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون کار دی.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند، جاوید فیصل وايي، حکومت د ټاکنو ترسره کولو ته تیاري لري، خو د دې بهیر د جزئیاتو په اړه پرېکړي د افغانستان د انتخاباتو په خپلواک کمېسیون پورې تړلې ګڼي.

ټاکل شوې وه چې دا انتخابات د روان لمریز کال د سرطان پر۱۶ نېټه وشي خو د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسون پرون جمعه اعلان وکړ چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات د روان کال د میزان پر۲۸ نېټه کېږي.

جاوید فیصل په دې اړه بېګا، ازادي راډیو ته وویل:

جاوید فیصل
جاوید فیصل

"حکومت له امنیتي او مالي اړخه د ټاکنو لپاره تیاري لري، خو دې پروسې اصلي مالکان د انتخاباتو کمېسونونه دي او هر وخت چې هغوی تیاري څرګنده کړي، حکومت به تیار وي، په ټوله کې، دا پروسه د انتخاباتو په خپلواک کمېسون پورې اړه لري."

جاوید فیصل وویل، حکومت سیاسي اراده لري چې ټاکنې پر وخت وشي.

خو د افغانستان د انتخاباتو د څارنې یو شمېر ادارې د ټاکنو په نېټه کې پر اعلان شوي ځنډ نیوکې لري او له دې امله مایوسي څرګندوي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د خپلواکې ادارې فیفا اجرائیوي رئیس، یوسف رشید پرون ازادي راډیو ته وویل چې د انتخاباتو د خپلواک کمېسون پرېکړه توجیه نه لري.

یوسف رشید وویل:

یوسف رشید
یوسف رشید

"په داسې حال کې چې تاسو تر اوسه خپل کار پیل کړی نه وي دا ځنډوۍ، دا د توجیه وړ نه ده او په عین حال کې، له خپلو مسلکي مسئولیتونو فرار کوي."

د افغانستان ولسمشر د تېرې سې شنبې په ورځ د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې نړیوال کنفرانس ته وویل چې حکومت یې سږکال د ولسوالیو د شوراګانو او ولسي جرګې انتخاباتو او کال ته، د جمهوري ریاست د ټاکنو ترسره کولو ته لومړیتوب ورکوي.

د یادونې وړ ده چې د ولسي جرګې د اوسنیو وکیلانو کاري موده د ۱۳۹۴ لمریز کال په دوبي کې پای ته ورسېده خو ټاکنې پر خپل وخت ونه شوې او د وکیلانو کاري موده تمدید شوه.

XS
SM
MD
LG