د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۶

د پاکستان صدراعظم د اپرېل په شپږمه کابل ته راځي


شاهد خاقان عباسي
شاهد خاقان عباسي

د افغانسان اجرائيه ریاست وايي، په پام کې ده چې د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي د روان مېلادي کال د اپرېل په شپږمه، کابل ته راشي.

که څه هم د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال، پاکستان اوس هم د ترورېزم ملاتړی ګڼي، خو وايي چې دا ځل کابل ته د هغه هېواد د صدراعظم د سفر نتایجو ته په تمه دی.

جاوید فیصل وايي، د پاکستان د صدراعظم شاهد خاقان عباسي او د ملي یووالي د حکومت د مشرانو ترمنځ به د ترهګرو په له‌منځه وړلو، د دواړو لورو ترمنځ د باور پر پیدا کولو او د هغه هېواد له‌خوا د تېرو ژمنو د عملي کولو پر موضوع‌ګانو بحث وشي.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وري ۰۹» په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، که څه هم له ترورېزم نه د ملاتړ په برخه کې د پاکستان په سیاست کې کوم بدلون نه‌دی راغلی، خو افغانستان له اسلام‌اباده، د ترورېزم پر ضد د ګډې مبارزې غوښتونکی دی.

جاوید فیصل
جاوید فیصل

نوموړي زیاته کړه:

"په دغې لیدنه کتنه کې چې کوم مهم بحث تعقیبوو، هغه د اعتماد جوړول دي او دا هغه وخت ممکن دی چې پاکستان چې په تېره کې څه ویلي او اوس چې افغان چارواکي څه وايي، هغه عملي شي، په خواشینۍ سره چې پاکستان اوس هم د ترورېزم ملاتړی دی او په چلند او ستراتېژۍ کې یې هېڅ ډول بدلون نه‌دی راغلی، کله چې وضعیت بدل شوی نه‌وي، نو مهمه ده هغه مرستې چې د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې په خاطر له هغه هېواد سره کېږي، باید بندې شي."

شااوخوا میاشت مخکې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان صدراعظم ته بلنه ورکړې چې د خبرو اترو لپاره کابل ته سفر وکړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي ویلي چې د دواړو لورو ترمنځ د بحث مهمه موضوع، له ترورېزم سره مبارزه او په افغانستان او سیمه کې د سولې ټینګښت دی.

پخوا تر دې د پاکستان صدراعظم، په هغه هېواد کې له افغان سفیر سره په لیدنه کې، په لوړه کچه د کابل-اسلام‌اباد ترمنځ د اړیکو پر ښه کېدو، ټینګار کړی دی.

د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس دغه لیده کاته، د دواړو هېوادونو په ګټه بولي.

ده ازادي راډیو ته ویلي چې که پاکستان دغه چانس له لاسه ورکړي، نړۍ او امریکا به بیا هم د افغانستان تر څنګ ولاړه وي او پر پاکستان به فشار زیات کړي.

ارین یون
ارین یون

دا چې افغانستان ته د پاکستان د صدراعظم سفر ګټور دی او که نه؟ د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون غړې ارین یون وايي:

"د افغانستان خلک دومره هیله‌مند نه‌دي چې افغانستان ته به د پاکستان د صدراعظم سفر مثبته نتیجه ورکړي ځکه هغه هېواد تل د افغانستان پر وړاندې دوه مخی سیاست کړی دی، دا به د پخوانیو سفرونو په څېر یو تکراري سفر وي، خو یوه هیله شته او هغه دا چې د امریکا فشارونه پرې زیات شوي، هغه هېواد یوازې شوی او غواړي وژغورل شي، نو دا به له شکه لیرې نه‌وي چې دغه سفر لاسته راوړنې هم ولري."

مېرمن یون وايي، که پاکستان هغه ژمنې چې افغانستان ته‌ېې سپاري عملي نه‌کړي او بیا هم تشریفاتي لیده کاته ترسره او خپل دوه مخي سیاست ته ادامه ورکړي، نور به هم یوازې شي.

نو د اغلې یون په خبره، هغه هېواد باید دې ته زمینه برابره نه‌کړي چې نوم‌یې د ترورېزم د ملاتړو هېوادونو په لېست کې ولیکل شي.

راپو: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG