د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۹

د کورنیو چارو وزارت: په ۱۳۹۶ کال کې د مخدره موادو ۸ لوی قاچاق کوونکي نیول شوي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له نشه‌يي موادو سره د مبارزې معینیت وايي چې په ۱۳۹۶ لمریز کال کې یې ۸ تنه د نشه‌يي موادو داسې لوی قاچاق کوونکي نیولي چې په نړیواله کچه‌یې د نشه‌يي موادو په قاچاق کې لاس درلود.

که څه هم د دې وزارت له نشه‌يي موادو سره د مبارزې معین عبدالخلیل بختیار د سې شنبې په ورځ له رسنیو سره د خبرو پر مهال د دې قاچاق کوونکو نومونه وانه‌خیستل، خو ویې‌ویل چې نیول شوي قاچاق کوونکي د ملګرو ملتونو په تور لېست کې شامل او د پولیسو په عملیاتو کې نیول شوي دي.

د ښاغلي بختیار په وینا د دې قاچاق کوونکو له ډلې څخه ځینې یې په ۲۰ کالو بند محکوم شوي دي.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ په ۲۰۱۷ میلادي کال کې ۸ تنه د نشه‌يي موادو لوی قاچاق کوونکي نیولي، دا قاچاق کوونکي د ملګرو ملتونو په تور لېست کې شامل دي او ځینې یې په ۲۰ کالو بند محکوم شوي دي، په روان کال کې د خالد په نوم عملیاتي پلان کې هم شامل یو چې له دې لارې وکولای شو د سیمو تر تصفیې وروسته قاچاق کوونکي ونیسو او د نشه‌يي موادو زېرمې هم له‌منځه یوسو."

بختیار: روان کال به هم د نشه‌يي موادو په وړاندې مبارزه ګړندۍ شي.
بختیار: روان کال به هم د نشه‌يي موادو په وړاندې مبارزه ګړندۍ شي.

د يادولو وړ ده چې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې معینیت هر کال ۱۰ تنه د نشه‌يي موادو د نیول شویو قاچاق کوونکو په لېست کې شاملوي.

دې معینیت په ۱۳۹۵ لمریز کال کې هم د هغو نيول شويو نړيوالو قاچاق کوونکو لېست له رسنيو سره شريک کړی چې ځینو یې د ترورېستي ډلو په مالي مرسته کې لاس درلود.

د دې لویو قاچاق کوونکو له ډلې څخه یو هم حاجي جمعه خان دی چې د ترورېستي مرستندوی او د نشه‌يي موادو څو کارخانې يې درلودې.

بل قاچاق کوونکی یې حاجي میر ولي خان و چې د هلمند ولایت د مخدره موادو د مافیايي ډلې مالي مسئول و.

تر دې مخکې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی و چې د ۱۳۹۶ لمریز کال په بهير کې لسګونه کارخانې او د نشه‌يي موادو زېرمې یې له‌منځه وړي چې له دې لارې وسله‌والو طالبانو او مافیايي ډلو ته لسګونه میلیونه امریکايي ډالر زیان اوښتی دی.

له بله پلوه د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پخوانی معین میرزا محمد یارمند په دې باور دی چې د لویو قاچاق کوونکو نیول د مافیايي شبکې لړۍ پرې کړې او دوی ته‌یې درانده زیانونه اړولي دي.

ښاغلی یارمند وايي چې نړیواله ټولنه باید په دې برخه کې له افغان حکومت سره خپله همکاري ډېره کړي.

میرزا محمد یارمند
میرزا محمد یارمند

نوموړي زیاته کړه:

"دوی ته زیات اقتصادي زیان اوښتی او د قاچاق کوونکو نیول د دې سبب کېږي چې د شبکې دا لړۍ پرې شي، د افغانستان پولیسو په دې برخه کې خپله دنده ترسره کړې ده، نشه‌يي مواد یوه نړیواله او سیمه‌ییزه پدیده ده، ځکه‌یې نو باید په نړیواله کچه غوښتنه راکمه کړل شي."

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې معینیت په خبره د تېر کال په جریان کې د افغانستان په کچه نږدې درې زره عملیات ترسره شوي او د دې عملیاتو په جریان کې د درې زرو کسانو په شااوخوا کې لوی او واړه قاچاق کوونکي نیول شوي دي.

راپور: عبادالله حنانزی

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:01 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG